1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کيران و منجان ولسوالي نه ده نيوله سوې»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ مهر ۷, یکشنبه

د بدخشان ولايت چارواکي هغه ادعاوي ردوي چي گويا د کيران و منجان ولسوالي طالبانو ځني نيولې ده. دوی وايي چي اوس هم هلته درنه جگړه روانه ده او ډير ژر پر ټولي ولسوالۍ باندي خپل کنترول ټينگ کړي.

https://p.dw.com/p/19q7d
انځور: picture-alliance/dpa

د بدخشان ولايت وياند عبدالمعروف راسخ، د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۲۹) له دويچه ويله سره په يوه تليفوني مرکه کي د وسله والو طالبانو هغه ادعاوي ټولي رد کړې چي گويا د دغه ولايت د کيران و منجان ولسوالۍ کنترول د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلی دی.

د شنبې په ورځ نړيوالو آژانسونو د راسخ، په حواله داسي راپورونه خپاره کړل چي د دغي ولسوالۍ د نیولو تائيد پکښي سوی وو او ويل سوي ول چي سيمي ته له مرکز فيض آباد څخه نور ځواکونه لېږل سوي دي تر څو نيول سوي سيمي بيرته ونيسي.

خو راسخ له دويچه ويله سره په خبرو کي دغه راپورونه ټول رد کړه او ويې ويل چي خبري آژانسونه د هغه په خبرو سم نه دي پوهېدلي. هغه وويل: «دا خبر چي د هر چا په حواله خپور سوی دی زه يې په ټينگه ردوم. هغه وسله وال مخالفين چي د وردوچ ولسوالۍ څخه تښتېدلي دي د کيران و منجان ولسوالۍ په څو کليو کي ځای پر ځای سوي دي او اوس هم هلته جنگ روان دی او په سيمه کي دوه تنه قوماندانان هم دوی ته تسليم سوي دي.»

راسخ په دغه جگړه کي د تلفاتو په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه چي جنگ اوس هم راون دی. د هغه په خبره دا چي سيمه غرنۍ ده کيدای سي چي يو څو وخت ونيسي خو د وردوچ ولسوالۍ بشپړ کنترول د امنيتي ځواک په لاس کي دی او ډير ژر به د کيران و منجان ولسوالۍ حالت هم عادي بڼه غوره کړي.

په بدخشان کي آلماني ځواکونه د امنيتي مسئوليت د سپارلو پر مهال
په بدخشان کي آلماني ځواکونه د امنيتي مسئوليت د سپارلو پر مهالانځور: AP

څه موده مخکي د دغه ولايت د وردوچ ولسوالي څو ورځي د وسله والو طالبانو له خوا کلابنده سوې وه او څو ورځي يې جگړې دوام وکړ.

وروسته له هغه چي له بدخشان ولايت څخه آلماني سرتيري ووتل او د دغه ولايت ټولي امنيتي چاري افغان امنيتي ځواک پرغاړه واخيستلې په دغه ولايت کي وخت نا وخت د مخامخ جگړو خبرونه ورکول کيږي او امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی دی. آلماني سرتيري د تيرکال په اکتوبر مياشت کي له فيض آباد څخه ووتل.

د افغانستان د بدخشان ولايت له تاجيکستان، چين او پاکستان سره سرحد لري او ويل کیږي چي د مخدره موادو د قاچاق يوه ستره لاره ده.

څه موده دمخه د افغانستان په شمال کي د آلماني ځواکونو قوماندان جنرال يورگ فولمېر له يوې آلمانۍ ورځپاڼی (ويلت ام زونتاگ) سره په مرکه کي ويلي ول، چي د بدخشان ولايت له لاري ډير قاچاق کيږي، او کله چي «افغان امنيتي ځواک قانون او نظم پلي کوي، نو هغه کسان چي غير قانوني چارو ته يې ضرر رسيږي، ځايي امنيتي ځواک ته گواښ پيښوي».