1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوکنارو کښت د بيا رغاوني مخنيوی کوي

عبدالباري حکيم/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۲۱, چهارشنبه

د افغانستان د بيارغاوني له پاره د متحده ايالاتو عمومي څارونکی، جان سوپکو وايي چي افغانان تر پخوا اوس زيات د کوکنارو په کښت بوخت دي او په دې سره په دغه بې وزله هيواد کي د تيرو لسيزو لاس ته راوړني له گواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/1CGOV
انځور: picture alliance/AP Photo

جان سوپکو د امريکا متحده ايالاتو د استازو د مجلس يوې جرگه گۍ ته وويل چي د نشه يي موادو سوداگري د افغانستان مالي سکتور ملوث کوي، اختلاس زياتوي، طالب ياغيانو او جنايي شبکو سره سره مرسته کوي.

هغه وويل همدا اوس ځيني داسي شواهد موجود دي چي د افغانستان د امنيتي ځواکونو په دننه کي ځيني عناصر له کليوالي خلکو سره په گډه د کوکنارو د کښت له پاره بندو بست کوي، څو له دې لاري د سيمه ييز نفوذي شبکې جوړي کړي.

سوپکو، په خپلې چمتو شوي وينا کي وويل: «د نشه يي موادو پراخ کښت او قاچاق د افغانستان په بيارغانه کي د متحده ايالاتو او نړيوالي ټولني ټوله پانگه له گواښ سره مخامخه کړې ده.»

نوموړي يادونه وکړه: «په عين وخت کي متحده ايالاتو او نورو هيوادونو چي له افغانستان سره مرسته کوي د نشه يي موادو پر ضد مبارزې ته يې په خپله ستراتيژي کي ډير زيات اهميت نه دي ورکړي او په نيتجه کي د ۲۰۱۴ کال په پای کي د نړيوالو ځواکونو د بشپړو وتلو سره په هيواد کي امنيت له خطر سره مخامخ کړی دی.»

د نشه يي موادو او جنايي جرايمو پر ضد د مبارزې له پاره د ملگرو ملتو ادارې د معلوماتو له مخي افغانستان په تير ميلادي کال کي د خپلو هيروئينو او مورفينو پر توليد سره بيره د کابو درې ميليارد ډالرو په ارزښت ترياک توليد کړي دي. حال دا چي يو کال مخکي دغه کچه يوازي تر دوه ميليارده ډالرو پوري وه.

له ۲۰۰۲ کال څخه د روان ميلادي کال تر مارچ مياشتي پوري متحده ايالاتو په افغانستان کي د نشه يي موادو ضد مبارزه کي او د کرهڼي د ثبات په پروگرام کي څه د پاسه اووه ميليارده ډالر لگولي دي.

د افغانستان له پاره د متحده ايالاتو د بيارغاوني پروگرامونه په داسي وخت کي له خطرسره مخامخ کيږي چي امريکايي سرتيري له افغانستان څخه په وتلو دي او د بشري مرستو کارکونکي نه شي کولاي چي د بيارغاوني له ځايونو څخه ليدنه کتنه وکړي او دغه پروگرامونه وڅاري.

د افغانستان د بيارغاوني چارو عمومي څارونکي، سوپکو وويل: «افغانستان ته د ۲۰۱۳ کال په پای او سږ کال په لومړي سر کي زما د سفرونو په ترڅ کي د متحده ايالاتو په سفارت کي هيچا ماته قناعت کونکی ځواب را نه کړ چي څرنگه د متحده ايالاتو حکومت د نشه موادو ضد هڅي د نشه موادو پر سوداگري اغېزه کړې ده او يا تر دې وروسته به يې وکړي، خصوصاً کله چي د دسمبر په پای کي د متحده ايالاتو په مشري جنگي ځواکونه ووځي.»

سوپکو وويل، چي د هغه تيم پلان لري، څو په دې هکله يوه هراړخېزه څارنه پيل کړي چي د متحده ايالاتو د ماليه ورکونکو پيسي د نشه يي توکو ضد مبارزه کي په څه ډول مصرف شوي دي او آيا کومه اغېزه يې هم کړې ده که نه.

په خپل وروستي سفر کي هغه له افغان چارواکو سره په دې هکله خبري وکړي چي آيا د هغوی هيواد به يو عصري او که يو ياغي دولت وگرځي. سوپکو وويل: «دريم احتمال دا هم شته چي له هغه څخه د نشه يي موادو او جنايي دولت جوړ شي.»

د استازو د مجلس په استماعيه غونډه کي د جمهوري غوښتونکو استازي، ايلينا روز ليتينن يادونه وکړه چي په ۲۰۰۹ کال کي متحده ايالاتو او نورو مرستنديو هيوادونو ژمنه وکړه چي د پراختيايي مرستو۵۰ سلنه به په مستقيم ډول د افغانستان وزارتونو ته ورکړل شي.

خو په هغه وخت کي ډيرو رپوټونو وويل چي د افغانستان ځيني وزارتونه هسي ظرفيت نه لري چي د امريکايي ماليه ورکونکو پيسي پر ځای او پر سمو لارو مصرف کړي. هغې وويل: خو داسي ښکاري چي د متحده ايالاتو د نړيواليو پراختيايي مرستو اداري، USAID، دغه خبرداري ته پاملرنه نه ده کړې او د پخوا په څير کار ته دوام ورکړی دی.»

د افغانستان او پاکستان له پاره دUSAID د رئيس مرستيالي، کاتلين کيمبيل وويل: په افغانستان کي يې د موسسې پانگي نتيجه ورکړې ده او بايد له دغو لاس ته راوړونو خخه ساتنه وشي.