1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوکنارو څخه پاکو ولايتونو سره ډالري مرسته وسوه

۱۳۸۹ آبان ۱۸, سه‌شنبه

امريکا د افغانستان هغه ولايتونه ونازول، چي يا کوکنار په بشپړه توګه له مينځه وړل سوي او يا هم پکښي دغه جګړه د امريکا د قناعت وړه ده.

https://p.dw.com/p/Q2eQ
انځور: AP

په کابل کي د امريکا سفير نن د دغه څه کم ۲۶ مليونو ډالرو مرستي تړون د مخدره توکو په وړاندي د مبارزي له وزير سره لاسليک کړی.

په دغو ۲۷ ولايتونو کي چي ورته د ښو اجراتو د ستايني د پروګرام GPI په لړ کي مرسته سوې، شلو ته يې يو يو مليون ډالره، دوو نورو ته يي پينځه پينځه سوه زره او پاته يې پر پينځو نورو ولايتونو ويشل سوې.

بادغيس، دايکندي، هرات، زابل او ارزګان هغه ولايتونه دي چي په دريمه ډله کي شمېرل سوي او د مرستونو اندازه ورته کمه وه.

په هلمند او کنړکي بيا د کوکنارو پرضد مبارزه کي د مهم پرمختګ ادعا وسوه.

د مخدره توکر په وړاندي د مبارزي وزير ضرار احمد مقبل وايي چي په دي ورستيو کي د کوکنارو په بيه کي لوړ والی راغلی او دا د دغه بوټي په وړاندي د افغان دولت د بريالي توب ثبوت دی.

نوموړي وايي چي اوس د ملک شل ولايتونه له کوکنارو په بشپړه توګه پاک دي او له همدي امله د مخدره توکو بيه په بازارونو کي لوړه سوې ده.

«کله چي په ملک کي د مخدره توکو په کرکيله کي کمی راغی، نو په بيو کي يې لوړ والي را څرګند سو، او هغه برنامي چي مونږ پيل کړي دا ښيي چي ډيري ښي پر مخ رواني دي دا ځکه چي د مخدره توکو په توليد کي کمي تر سترګو کيږي».

ويل کيږي چي د دغو پيسو څخه به د معتادينو د درملني د مرکزونو، کلينيکونو، ښونځيو او سربندونو پر جوړولو سربيره بزګرانو ته د کرهڼي د وسايلو په برابرولو کي کار اخيستل کيږي.

خو مقبل وايي چي اوس به د اړوندو ولايتونو واليان هغه پروژي د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزي وزارت ته وړاندي کوي چي دوي يي لازمي بولي او لګښت به يي د امريکا متحده ايالتونه ورکوي.

بغلان، باميان، بلخ، فارياب، غزني، غور، جوزجان، کاپيسا، خوست، کندز، لوګر، نورستان، پکتيا، پکتيکا، پنجشير، پروان، سمنګان، سرپل، تخار او وردګ هغه ولايتونه دي چي په لومړۍ ډله کي شمېرل سوي.

په کابل کي د امريکا سفير جنرال کارل ايکن بيري چي د دغه تړون د لاسليک پرمهال يې حضور درلود وويل چي افغان دولت له مخدره توکو سره په جګړه کي د واشنګټن له کلک ملاتړ څخه برخمن دی.

د ښو اجراتو د ستايني د پروګرام څخه زموږ حکومت نيغ مالي ملاتړ کوي، د ښو اجراتو د ستايني پروګرام GPI يوه بشپړه افغاني پروسه ده چي مشري يې افغان حکومت کوي، دا پروګرام واليانو ته واک ورکوي چي له خپلو خلکو سره د هغو پروژو په باب خبري وکړي چي د ولسونو له لوري يې د په لاره اچولو غوښتنه کيږي».

د امريکي سفير دا هم وويل چي هيواد يي په افغانستان کي له مخدره توکو سره روانه جګړه د ټولو نړيوالو مسوليت بولي چي په وينا يي دغه بوټي يوازي افغانستان او امريکا ته نه بلکي د نړۍ ټولو ولسونو ته ګواښ زيږونکی دی.

جنرال بيري وويل چي د دوی د رپوټونو له مخه چي په ۲۰۰۹ کال کي په ټوليزه توګه درې ټنه ترياک او پينځه ټنه هيروين د ګډو هڅو په پايله کي له مينځه وړل سوي دي.

همدا راز له مخدره توکو سره د مبارزي افغان وزير تر راتلونکو څو اونيو پوري د ملک په اتو ولايتونو کي د مخدره توکو د روږدو کسانو لپاره د درملني د کلينيکونو د جوړولو خبر ورکړ.

مقبل وويل چي دمګړی پر داسي پلان کار کوي چي له مخه به يې د عامي روغتيا او کار او ټولنيزو چارووزارت په مټ مخدره توکو ته موجوده اړتيا هم را ټيټه کړای سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل