1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوکنارو د تخريب په کمپاين کي تلفات ډير سوي

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۰, سه‌شنبه

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي چي د کوکنارو د کروندو د تخریبولو پر مهال د افغان ځواکونو تلفات د تیر کال په پرتله دوه برابره ډېر شوي دي.

https://p.dw.com/p/18Pcq
An Afghan police officer stands guard in a poppy field in Lashkargah, Afghanistan's Helmand province during poppy eradication operations on Saturday, April 11, 2009. (ddp images/AP Photo/Abdul Khaleq)
Land und Leute in der Provinz Helmand, Afghanistanانځور: AP

په افغانستان کې د کوکنارو کروندو د تخریبولو لړۍ څلویښت ورځې مخکې پیل شوې ده. تر اوسه پورې په دې بهیر کې د ملي اردو او افغان پولیسو ۱۳۱ تنه سرتیري وژل شوي دي.

له مخدره توکو سره د مبارزي وزارت معین انجنیر ابراهیم اظهر، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۳۰) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په دې ترڅ کې ۸۶ تنه د ملي اردو او پولیسو سرتیري ټپیان شوي هم دي.

ښاغلي اظهر وویل چې طالبانو د دغه کمپاین تر پیلیدو مخکې افغان امنیتي ځواکونو ته ګواښ کړی وو. هغه زیاته کړه: «تر دې مخکي د طالبانو په ګډون د دولت ضد عناصرو له خوا موږ ته ځینې ګواښونه شوي ول چې ویل یې د کوکنارو له کروندو څخه به دفاع کوي.»

د کابل حکومت د تير کال د حوت میاشتې پر ۲۵ نیټه د هيلمند، کندهار او فراه په ولایتونو کې پیل کړ. تر دې مخکې دغه کمپاین په لغمان، هرات او کونړ ولایتونو کې هم په پیل شوی وو.

اوس مهال د کوکنار د کروندو د تخریبولو کمپاین په ننګرهار، لغمان او بادغیس ولایتونو کې دوام لري. چارواکي وایي چې ډیر ژر به دغه کمپاین د بغلان، فاریاب او بدخشان په ولایتونو کې هم پیل شي.

د کوکنارو یوه کرونده
د کوکنارو یوه کروندهانځور: DW

د سږني کمپاین په ترڅ کې له پنځو څخه تر شپږو زرو هکتاره ځمکې پورې د کوکنارو له کښته پاکي شوې دي. ښاغلي اظهر وویل چې لا تر اوسه پوري دغه کمپاین پای ته نه دی رسیدلی او دغه پروسه به په راتلونکې کې هم دوام ومومي.

له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت غوښتل چې د سږني کمپاین په ترڅ کې تر ۱۵۰۰۰ هکتاره پوري ځمکې د کوکنارو له کښته پاکي کړي، خو د بیلابیلو دلایلو له کبله دغه کار تر سره نه شو.

ښاغلي اظهر وویل چې د هوا ګرمۍ د دې لامل شوه چې کوکنار ژر حاصل ورکړي. د هغه په خبره له همدې کبله یو شمیر کرونګر په دې وتوانیدل چې مخکې له دې چې افغان حکومت د هغوی کروندې خرابي کړي له خپل ځمکو څخه د کوکنارو حاصلات واخلي.

هغه زیاته کړه چې په ځینو ولایتونو کې د طالبانو مقاومت هم د دې لامل شوی دی چې افغان ځواکونه په دې و نه توانیږي چې د کوکنارو کروندې ویجاړې کړي. ښاغلي اظهر وویل: «موږ په څو ځایونو کې له سختو ننګونو سره مخامخ شوي یو.

په وروستیو وختونو کې د تګاب په ولسوالیو کې له سخت مقاومت سره مخامخ شو. موږ غواړو دغه مقاومت مات کړو او کمپاین بیا پیل کړو.»

د افغانستان بدنامي

افغان دولت په تیرو لسو کلونو کې تل له نړیوالې ټولنې سره د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو له پاره کار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې سروې ګاني ښيي چې تیر کال د کوکنارو کښت د وړم کال په پرتله او سږ کال د تیر کال په پرتله زیات شوی دی.

خو ښاغلي اظهر ټینګار وکړ چې کوکنار د افغانستان له پاره یوازې بدنامي راوړي، او نړیواله مافیا ګټه ځني اخلي. هغه وویل چې نړیوال مافیا د کوکنارو له تجارت څخه هر کال ۷۰ میلیارده ډالر ګټه ترلاسه کوي. هغه زیاته کړه: «د مخدره موادو له لارې د ترلاسه شوي ګټې یوازي پنځه سلنه برخه افغانانو ته رسیږي. دا یو مصیبت او ملي غم دی چې موږ له یوه میلیون څخه ډیر معتادین لرو.»

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت دې چارواکي وویل چې افغانستان ته د کوکنارو ضرر د هغه د ګټې په پرتله څو واري زیات دی. هغه ټینګار وکړ چې که چیري افغانستان د مخدره موادو کښت ته خاتمه ور نه کړي، نو دغه هیواد به له لوی مصیبت سره مخامخ شي.