1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوچيانو لپاره ښوونځی جوړيږي

۱۳۸۸ آذر ۲۲, یکشنبه

د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ د سوهيلي غرونو په لمنه کې د بت خاک په ډاک کې د کوچې اباد په کلي کې ودانيږي چي د ځايي ميشتو کوچيانو ماشومان به خپلي زده کړي پکښي کوی...

https://p.dw.com/p/L1QM
کوچيان له ډيرو پخوانيو کلونو راهيسې له هر ډول ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي پرمختياوو څخه بې برخي پاته سوي دي
کوچيان له ډيرو پخوانيو کلونو راهيسې له هر ډول ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي پرمختياوو څخه بې برخي پاته سوي ديانځور: AP

د دغو کوچيانو شميره چې زرهاوو تنو ته رسيږي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي د روغتيايي کلينيکونو نشتوالی ، د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی ، د سړکونو خرابوالی او ځينې نورهغه ستونزې دي چې د نوموړې سيمې کوچيان د دغو ستونزو د شتون له ا مله رنځ وړي .

د پوهنې وزارت د کوچي اباد د سيمې د اوسيدونکو د ماشومانو ښوونې او روزنې ته پاملرنه کړيده او د دوی لپاره يې د حاجي شمالي خان د منځني ښوونځي له منظورولو څخه وروسته د نوموړي ښوونځي لپاره د يوې ودانۍ د جوړولو کار پيل کړی .

د حإجي شمالي خان د منځني ښوونځي د ودانۍ مالي لګښت اتيا رزو ډالرو ته رسيږي چې د پوهنې وزارت د ايکويپ يا د کيفيت د لوړولو د پروګرام لخوا ورکول کيږي . دغه ودانۍ چې په پاخه او اساسي ډول ودانيږي د لوست اته خونې او اداري خونې لري . د نوموړې ودانۍ په جوړيدو سره به ګڼ شمير کوچي ماشومان او نوي ځوانان په دغه ښوونځي کې تر ښوونې او روزنې لاندې ونيول شي . د کوچې اباد د کلي اوسيدونکي چې د هر ډول ټولنيزو خدمتونو څخه بې برخې پاتې شويدي د دغې ودانۍ له جوړيدو څخه خوشاله بريښي . د کوچې اباد د کلي يو تن اوسيدونکی وايي چې : کوچيانو لپاره د ښوونځي د جوړيدو ډيره اړتيا ليدل کيږي ځکه کوچيان د سواد او ليک لوست څخه بې برخې پاتې شويدي .

د کابل ولايت د پوهنې رييس محمد جعفر ساطع وايي چې : دغه ښوونځی د کوچيانو د وړانديز او د پوهنې وزارت د پاملرنې په اساس ودانيږي.

کوچيان چې د افغاني ټولنې يوه وروسته پاتې برخه جوړوي له ډيرو پخوانيو کلونو راهيسې له هر ډول ټولنيز ، اقتصادي او فرهنګي پرمختياوو څخه بې برخې پاتې شويدي په ځانګړي توګه د سواد زده کړې په برخه کې په ټوليزه توګه څه د پاسه پنځه نوي سلنه کوچيان په ليک لوست نه پوهيږي .

په هيواد کې د بيارغونې د بهير له پيل څخه وروسته په سل هاوه زره کوچيان چې د کوچي توب ژوند تيروي او يا هم په ځينو ولايتونو کې ميشت شويدي دوی پخپله د پوهنې او ليک لوست په مهموالي پوه شوياو ليواله دي چې وروسته لدې څخه د دوی ماشومان ليک لوست وکړي هان دوی دې ته هم چمتو شوي دي چې نجونې هم ښوونځي ووايي ، دا پخپله د کوچيانو په ژوند کې يو ستر بدلون دی چې له فکري پلوه په دوی کې رامنځ ته شوی .

شيرمحمد احمدزی چې د کوچي اباد د کلي اوسيدونکی دی د حإجي شمالي د ښوونځي لپاره د ودانۍ له جوړيدو څخه هرکلی کوي او وايي چې : د ودانۍ د جوړيدو کارونه بايد ګړندي شي او د واورې له ريدو څخه د مخه بايد کارونه يې بشپړ شي . دی وايي چې : د ښوونځي په جوړيدو سره به کوچيان پرمختګ وکړي او د دوی ماشومان به هم په ښوونځي کې په شامليدو سره يو نوی ژوند پيل کړي .

د کارپوهانو په اند که چيرې دولت د کوچيانو د ښوونې او روزنې لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي او د دوی لپاره د ګرځنده او ثابتو ښوونځيو د جوړولو په برخه کې ډيره پاملړنه وکړي په راتلونکي کې به تحصيل کړي کوچې ځوانان ټولنې ته وړاندې شي.

انور بری پال/ کابل

کتونکی. زيارمل