د کوچيانو دپاره يو روغتون جوړ سوی دی
۱۳۸۹ فروردین ۳, سهشنبه
هغه چی دامريکايي پوځيانو په مالي کومک په10 جريبه ، دوو منزلو،پاخه او اساسي ډول جوړسوی، د امريکايي ځواکونو لخوا 230000 ډالره مصرف ورباندی راغلی دی . ودانۍ 30 بستره لري اود جوړيدو کارونه يې د 1388 د ثور په مياشت کي پيل او د10 مياشتو په اوږدو کي تکميل سول . په پام کي ده چی په نژدې راتلونکي کي دغه روغتون 75 بسترو ته لوړ ،او د روغتون ودانۍ اومربوطه څانګيپراختيا ومومي .
د نوموړي روغتون د ودانۍ د ودانولو کارونه د يو افغان خصوصي شرکت لخوا پر مخ ولاړې . د عامي روغتيا وزارت پخواني وياند ډاکتر فريد احمد رايد دويچه ويلي راډيوته وويل چي : په پام کي ده چي روغتون 75 بسترو ته لوړ سي .
ډاکتر رايد وويل په دغه روغتون کي به کوچيانو ته په بيلابيلو روغتيايي برخو کي لازم خدمتونه وړاندي کړي ،او په دغه روغتون کي به د هغو کوچيانو چي ميشت سوي او هم هغه کوچيان چی د کال په مختلفو فصلوکی ددغی لاري څخه تيريږي ، درملنه وسی .
د حاجی جنت ګل خان کوچي د مېنی يو تن اوسيدونکی احمدجان کوچي وايي چي : دوی ډير خوشاله دي چي د کوچيانو دپاره يو عصری روغتون جوړ سو ، دی هيله څرګندوي چي په روغتون کي د ماهرو ډاکترانو په ګمارلو سره د کوچيانو روغتيايي مشکلات حل سي .
د روغتيايي او ټولنيزو چارو کارپوهانو په نظر کوچيان د ټولني هغه برخه جوړوي چي تقريباً دهر ډول اجتماعي خدماتو څخه بې برخي پاته سويدي ، ددوی سره بايد د صحي او د ژوند د نورو اړتياوو په برابرولو کي مرستی وسی او په دې برخه کي ځينی پروګرامونه عملي سی.
د روغتيايي چارو کارپوه ډاکتر محمد نادر حساس دکوچيانو دپاره د روغتيايي کلينيکونو او په خاص ډول د دغه نوي روغتون جوړيدل يو مثبت ګام بولي او هيله څرګندوي چي د دغه ګام په پورته کيدوسره دصحي خدماتود وړاندي کولو سطح پراخه سی .
د ډاکتر رايد په وينا د روغتيا د وزارت د روغتون دپاره د طبي سامان آلاتو په برخه کي هم دامريکايي پوځيانو سره خبري کړيدي ،او په دې برخه کي هم وعدې تر لاسه سویدي . رايد زياتوي چي د روغتيا وزارت هم هڅه کوي تر څو هر څه چي په واک کي لري د روغتون په سمبالولو کي ډډه ونکړي .
انور بری پال
کتونکي : محمد قاسم نوري