د کوچني اختر نیټه څوک ټاکي؟
۱۳۹۱ مرداد ۲۸, شنبهد روژې د میاشتې په پای کې مسلمانان د اختر له پاره تیارۍ نیسي. خو د دې میاشتې د دقیق پای ټاکل داسې ساده نه ده او ان په ځینو وختونو کې په بیلا بیلو هیوادونو کې کوچني اختر د یوې ورځې په توپير لمانځل کیږي. په داسې حال کې چې د علم په نړۍ کې د نني پرمختگونو سره باید د روژېې پیل او بای په اسانۍ او دقیق ډول ټاکل کیدای. خو د بحث اصلي سرچینه چیرې ده؟
د دیني مسائلو کارپوه سید حمید هاشمي، وایي چې هر مسلمان د دې صلاحیت لري چې د سپوږمۍ د لیدلو وروسته د کوچني اختر د پیل په اړه خپله شاهدي ورکړي: «د اختر یا د روژې د پای دلیل د نوې میاشتې یا سپوږمۍ لیدل دي. په دغه برخه کې ټول مسلمانان صلاحیت لري. هر څوک چې میاشت وویني، یعنې د سپوږمۍ لیدل د اختر د لمانځلو سبب گرځي.»
دا موضوع چې په مختلفو وختونو کې د میاشتې د لیدلو ځایونه متفاوت دي، یو له هغو دلایلو څخه دئ چې په ځینو وختونو کې د دیني عالمانو تر منځ د کوچني اختر له پاره د دقیقي نیټې پر ټاکلو د نظر اختلاف رامنځ ته کوي.
د دیني علومو نوموړی کارپوه پر دې خبره ټینگار کوي چې د کوچني اختر د دقیقي نیټې د ټاکلو له پاره یا قانوني مرجع ته ضرورت نه شته. هغه وایي چې کله چې پخپله کس د سپوږمۍ په لیدو و نه توانیږي، کولای شي د ډاډ وړ کسانو په خبره خپله روژه پای ته ورسوي.
خو که دغه مسئله همدومره ساده وي نو بیا ولې مسلمانان دې ته په انتظار وي چې د روژې د میاشتې پیل او کوچني اختر پای د مذهبي مرجعو او یا دولتي مقاماتو له لارې اعلان شي. یو شمیر ډیر اسلامي هیوادونه لکه افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات او کویټ د روژې د میاشتې په پای کې خپلې سترگې سعودي عربستان ته اړولي وي. د ښاغلي هاشمي په وینا: «د دې دلیل دا دئ چې په هغه ځای کې وحې نازله شوې ده. مکه او مدینه هلته دي. هغوې دې ته په انتظار کې وي چې عربستان څه کوي.»
خو د فقپوهانو او د دیني عالمانو تر منځ د روژې د میاشتې د پاې له پاره د نیټې د ټاکلو پر سر د نظر اختلاف موجود دئ. په داسې حال کې چې علمي پرمختگ نجومیانو ته دا امکان ورکوي چې د روژې د میاشتې پای او د کوچني اختر دقیقه نیټه وټاکي.
د هاشمي په وینا که هغه کسان چې روژی پای او د اختر پیل اعلانوي په پرمختللو وسایل مجهز هم شي، نو نه شي کولای چې د هغوی په کارولو سره دغه ورځې وټاکي ځکه چې د هغه په خبره د روژي د پای او اختر پیل له پاره د میاشتي لیدل اصلي شرط دﺉ.
د دیني علومو دغه کارپوه یو ځل بیا پر دې خبره ټینگار کوي چې که یو سړۍ وتوانیږي چې میاشت وویني نو د کوچني اختر د ټاکلو له پاره یوې مرجع یا عالم ته ضرورت نه شته: «ټول سني او شیعه عالمان پر دې یوه خوله دي چې کله تاسو سپوږمۍ ولیده پر تاسو اختر واجب دئ. شرط د سپوږمۍ لیدل دي. که چیرې یو څوک د سپوږمۍ پر لیدلو نه توانیږي نو کولای شي چې د یوه ډاډمن کس پر خبره باندې باور وکړي.»
مهرنوش انتظاري/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش