د کوچني اختر له پاره چمتووالی
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د روژو په وروستیو شپو او ورځو کې د اختر له پاره چمتو والی نیسي. خلک بازارونو ته ځي او مختلف توکي رانیسي.
هر کال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روژې له شلمي څخه خلک د اختر رارسيدو ته چمتووالى نيسي. د کوچني اختر چمتووالي له پاره بېلا بېل خوراکي توکي لکه کلچې، کيک، بادام، پېسته، نخود، نوقل، چاکليټ، جليبۍ او ماچې ډېرې کاريږي.
د کندهار ښار« شاه بازار» کې خوراکي توکي زيات پلورل کېږي. شاه بازار ته د کندهار ښار او ولسواليو د خلکو سربيره د زابل، روزګان او هلمند ولايتونو څخه هم خلک د خوراکي او غير خوراکي توکو د رانيولو له پاره راځي.
د خوراکي توکو ترڅنګ کندهاريان، په اخترکې له نويو کاليو سره کندهارۍ خولۍ، صدرۍ، پټو« څادر» او څپلۍ په پښو کوي.
د کوچني اختر له پاره د ښځو او کوچنيو نجونو له پاره نکريزي او بنګړي يو ډېر مهم توکى دى، چې دا مهال د افغانستان په ډېرو هټيو کې لېدل کېږي.
د اختر په شپو ورځو کې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د بنګړو د خرڅلاو بازار تود وي. په یو شمیر ښارونو کې د بنګړيو پلورونکي د سړکونو په غاړه ناست وي او بنګړي پلوري.
کندهاريان د خوراکي توکو او نویو کالیو ترڅنګ عطر هم د سينګار او خوشبويي له پاره کاروي. په کندهار کي په بېلا بېلو نومونو عطرونه لکه سنجته، ګلاب، مشک او نور ډېر مينه وال لري.
ماشومان د اختر په ورځو کې د ساعت تيرۍ له پاره د لوبو سامانونه رانیسي همدا سبب دى، چې د ټول افغانستان په کچه په يو زيات شمير دوکانونو او د سړک پر غاړه ولاړو رېړيو «لاسي کراچيو» کې دغه توکي ډېر لېدل کېږي.
شاه بازار ته څېرمه «سرپوښ بازار» د تاريخي ارزښت ترڅنګ د خولۍ، صدرۍ، کندهارۍ چوټو او خامکي غاړو څخه يې ټول دوکانونه ډک او په دې شپو او ورځو کي يې رانيونکي ډېر وي.
د دویزو وچو میوو بادام، پستې او جلغوزو تر څنګ، خلک خواږه یا چاکلیټ هم رانیسي. دغه خواږه له ګاونډیو هیوادونو ایران، پاکستان او چین څخه راواردیږي.
د افغانستان وچه میوه په نړیواله کچه له ډیر شهرت څخه برخمنه ده. افغانستان هر کال په ټنو وچه میوه ګاونډیو هیوادونو ته صادروي.
د وچې میوې تر څنګ خلک سیمیان، نخود، ماچې هم رانیسي. ځیني خلک خو دغه خواړه په خپلو کورونو کې هم چمتو کوي.
افغانان رانژدې سوي کوچني اختر ته په دې هيله چمتووالى نيسي، چي د غه اختر د دوی له پاره د سولې، ورورولۍ او سوکالۍ اختر وګرځي.