1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوپنهاگن پولیسو یو شکمن ترهگر وژلی دی

مسعود جهش (Reuters, AFP, AP, dpa)۱۳۹۳ بهمن ۲۶, یکشنبه

د کوپنهاگن پولیسو ویلي دي چې یو داسې شکمن کس یې وژلی دی چې پر پولیسو یې ډزې کړې دي. تر دې مخکې د دنمارک په پلازمینه کې په دوو جلا پیښو کې دوه کسان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي وو.

https://p.dw.com/p/1Ec0c
انځور: REUTERS/Martin Sylvest/Scanpix Denmark

دنمارکي پولیسو دغه شکمن ترهگر د یکشنبې په ورځ سهار وختي د کوپنهاگن په نیوریبرو سیمه کې وژلی دی. دغه سیمه تر دې مخکې د پولیسو تر څار لاندې وو.

دغه سیمه په «کرود تیوندین فرهنگې مرکز» او د یهودانو په یوه عبادت ځای کې، تر امنیتي پیښو وروسته تر څارنې لاندې نیول شوی وو. په دواړو پیښو کې ځاني تلفات هم رامنځ رامنځ ته شوي وو.

د پولیسو له خوا د یکشنبې په ورځ په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «په یوې مرحله کې یو کس چې د رامنځ ته شویو پیښو په تړاو د څیړنو له پاره د پولیسو له پاره په زړه پورې وو سیمې ته راورسید. کله چې پولیسو پر هغه باندې د دریدو غږ وکړ نو هغه پر پولیسو باندې ډزې وکړي. له دې کبله هغه ووژل شو.»

په بیانیې کې زیاته شوې ده چې اوس پولیس په دې اړه څیړنې کوي چې ایا دغه کس په تیرو دوو رامنځ ته شویو امنیتي پیښو کې لاس لاره او که نه.

پولیسو د بیانیې تر خپرولو وروسته وویل چې دوی باور لري چې په «کرود تیوندین فرهنگې مرکز» او د یهودانو په یوه عبادت ځای کې د رامنځ ته شویو امنیتي پیښو تر شا د وژل شوي کس لاس وو. د پولیسو ویاند یورگین سکوف، ویلي دي: «موږ اوس په دې اړه څیړنې کوو چې ایا هغه دغه بریدونه په یوازیتوب ترسره کړې دي او که نه.»

د کوپنهاگن پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړی وو چې له سړکونو لیرې پاتې شي ترڅو هغوی د برید کوونکو د موندلو عملیات جاري وساتي.

تر دې مخکې یو ځوان یهودي پر سر تر ویشتل کیدو ووژل شو او بیا دوه پولیس پر پښو باندې تر لگیدو وروسته ټپیان وو. برید کوونکی له سیمه څخه په تیښتې بریالی شوی وو. تر پیښې وروسته له کوپنهاگن څخه وتوونکي ټول موټر د شکمن کس د موندلو په موخه لټول کیدل.

پولیسو ویلي وو چې هغوی د ۲۵ او ۳۰ کلونو تر منځ یو شکمن کس لټوي. هغوی همداراز د امنیتي کمرو له خوا اخیستل شوي یو شمیر انځورونه هم خپاره کړي وو.

د شنبې په ورځ هم یوه وسله وال کس پر یوه رستورانت باندې برید کړی وو او د یوه کس پر وژلو سربیره یې درې پولیس ټپیان کړي وو. تر برید وروسته، برید کوونکی له سیمې څخه د یوه موټر په واسطه په تیښته بریالی شوی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب