د کوټي د وژنو پرضد کابل کي د نه خوړلو اعتصاب
۱۳۹۱ اسفند ۱, سهشنبههغوی خپل اعتصاب د سه شنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر پر وړاندي پیل کړ. د دغه اعتصاب نیمایي ګډونوال د بشري حقونو په برخه کې فعالي نجوني او مېرمنې دي.
زهرا سپهر چې په دغه اعتصاب کې یې ګډون کړی دی وایي چې د کوټې په وروستیو چاودنو کې ډیر شمیر ماشومان او ښځي هم وژل شوې دي. هغې زیاته کړه ده: «موږ غواړو چې نړیواله ټولنه په خاصه توګه د پاکستان دولت د دغو وژنو مخه ونیسي او زموږ اعتراضونو ته دې ځواب ووایي.»
اعتراض کوونکو له خپل ځان سره د «هزاره ګانو نسل وژنه ودروﺉ» شعارونه لرل. هغوی وویل چې تر هغه وخت پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې د پاکستان دولت د «لشکري جهنګوي» ډلې پر ضد په اقداماتو لاسه نه وي پورې کړی.
د دغه اعتصاب یوه تن جوړوونکي کاظم وحیدي، خبریالانو ته وویل چې د دې اعتراض اصلي هدف د بیګناه هزاره ګانو پر ضد د بریدونو مخنیوی دی. هغه زیاته کړه: «د دې په خاطر چې په پاکستان کې د ملکي وګړو وژنه څو وارې تکرار شوه موږ په دغو اعتراضونو لاس پورې کړ.»
د اعتصاب کوونکو غوښتنه
اعتصاب کوونکي غوښتنه کوي چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید د لشکرې جهنګوي ډله د یوې ترهکرې ډلې په توګه په رسمیت وپیژني. اعتراض کوونکي ادعا کوي چې د جهنګوي ډلې خپل کار له پیل راهیسې کومه خاصه کاري برنامه نه ده لرلې او د دې ډلې یوازنی کار «خرابکاري او ترهګري» ده.
د لشکري جهنګوي ډلې تر اوسه پورې په پاکستان کې پر هزاره ګانو باندې د دوو خونړيو بریدونو پړه پرغاړه اخیستې ده. په دغو بریدونو کې نزدې ۲۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ډیر شمیر نور پکې ټپیان شوي دي.
اعتصاب کوونکي همداراز غواړي چې ملګري ملتونه دې په کوټه کې د هزاره ګانو وژنه د «نسل وژنې» په توګه په رسمیت وپیژني. اعتراض کوونکي ادعا کوي چې د پاکستان دولت هر کال په سلهاوو میلیونه ډالر له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مصرفوي، خو بیا یې هم د جهنګوي ډلې پر ضد په کوم اقدام لاس پورې کړی نه دی، نو له دې کبله باید نړیواله ټولنه پر پاکستان باندې خپل فشارونه ډیر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اعتصاب کوونکي وایي خپل اعتراضونه یې په کوټه او د نړۍ په نورو برخو کې د ۲۰۰ کسانو له اعتصاب سره هږغي کړي دي.