د کونړ نجوني: د لوړو زده کړو په ارمان يو
۱۳۹۱ آذر ۹, پنجشنبهد کونړ په کلیوالي سیمو کې نجوني خپلې زده کړې تر شپږم ټولگی پوري هم نشي رسولای، خو په مرکز اسداباد کې بيا د فاطمې په نوم د نجونو په لیسه کې ډيري داسي دي چې زده کړې يې تر دولسمه رسولي دي.
په دغه لیسه کې د یوولسم ټولگی زده کوونکې سمیه وايي، چي ډيرو همزولو يې ښوونځی ناتمامه پرې ايښی دی او دا په دې کار ډیره زوریږي او په خپله هم دومره باور نه لري، چې دا دوه کاله به ورته کورنۍ تر دولسمه د زده کړو اجازه ورکړي.
هغه وايي: «اکثره خويندي، ځيني يې په لسم کي پرېږدي ځني يې په يوولسم کي، او هغه څوک چي خلاص يې هم کړی په کورونو کي ناستي وي. د لوړو زده کړو زمينه نه ورته برابريږي.»
د فاطمې لیسې د مسئولينو په وینا اوس مهال په دغه لېسه کي په دوو وختونو کي تر څلور زره زياتي نجوني زده کړي کوي. دوی له دې ډیر رنځ وړي چې هلکانو ته د زده کړو زمینه برابریږي خو نجونې يې په ارمان په کورونو کې کښېنولي دي. د همدې لیسې یوه زده کوونکې تمنا وايي:
«دلته کورنۍ زامنو ته اجازه ورکوي چي لوړي زده کړي وکړي، خو لوڼو ته اجازه نه ورکول کيږي. دا ټول د ناپوهۍ لامل دی، چي خپلو لوڼو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کيږي.»
تمنا چې د روغتیا پالني دنده يې په زړه کې لوی ارمان دی، زياتوي چي که ښځینه ډاکتراني مو لرلای نو ولی به پردي سړي د ښځو درملنه کولای.
په کونړ ولايت کي نجونو ته د لوړو زده کړو په مخکي يو خنډ د ښځینه معليمينو نه شتون دی، چې کورنۍ نه غواړي چي نارينه دي د دوی نجونو ته صبق ووايي.
د کونړ ولايت د پوهني ادارې مسئولين وايي، چي د دغه ولايت له قومي مشرانو سره خبري پيل کړي دي، چي خپلي لوڼي ښوونځی ته ولېږي.
د دغه ولايت د پوهنې ریاست مرستیال عبد لقهار وايي، چي په ښوونځیو کې د ښځینه معلیمانو له پاره یې هڅې گړندۍ کړي دي، خو لاهم په ځیني مرکزي ښوونځیو کې نارينه نجونو ته درس ورکوي.
د یني عالمان وايي زده کړي پر ښځه او نارينه دواړو باندي فرض دي او کورنۍ باید د نجونو د زده کړو مخه ونه نیسي.
شمعه احمدزۍ/ ننگرهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل