1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کولمبيا په اوبو کي ستره خزانه کشف سوې

۱۳۹۴ آذر ۱۵, یکشنبه

کولمبيا ويلي دي چي په خپلو ساحلونو کي ئې د افسانوي کښتۍ «سن خوزې» ټوټې موندلي دي. دغه کښتۍ په ۱۷۰۸م کال کي په داسي حال کي ډوبه سوه چي هسپانيا ته ئې ستره خزانه لېږدول. د دغي خزانې ارزښت نژدې يو ميلياد ډالره ښوول سوی.

https://p.dw.com/p/1HIEi
انځور: gemeinfrei

د کولمبيا او نورو هيوادونو د کارپوهانو يوه ډله په دې بريالۍ سوې ده چي په کارابيک اوبو کي د کولمبيا په سواحلو کي د ډوبي سوي کښتۍ پاته سوي کشف کړي. د «سن خوزې» په نوم کښتۍ ۳۰۷ کاله دمخه ډوبه سوې وه.

د کولمبيا جمهور رئيس خوان مانوئل سانتوس، په یوه خبري غونډه کي ويلي دي: «دا د بشريت په تاريخ کي تر ټولو گرانه خزانه ده چي کشف سوې ده.»

دغه بادواني کښتۍ د هسپانيا د هغه وخت د پاچا پنځم فيليپ له کښتيو څخه وه چي په ۱۷۰۸م کال کي ئې د امریکا په قاره کي د هسپانيا له مستعمرو څخه سره او سپين زر او نور گران بيه شيان د اتلانتيک سمندر له لاري هسپانيا ته لېږدول.

دغي بادواني کښتۍ ته چي «گاليون» هم نومېده، داسي کښتۍ وه چي درې يا څلور پوړه وه او په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ کي د جنگي کښتيو په شان کارول کېده.

سن خوزې کښتۍ هسپانيا ته پر لار له بريتانوي کښتيو سره مخامخ سوه او د خزانې د ترلاسه کولو له پاره ئې پر هغې فايرونه وکړل او جنگ پيل سو. دغه کښتۍ چي نژدې ۶۰۰ کسان هم پکښې سپاره ول د جنگ په وخت کي سخت زيان ورورسېد او وروسته ډوبه سوه. له دغي کښتۍ څخه يوازي د گوتو په شمېر کسان ژوندي پاته سول.

د «سن خوزې» خزانې انځور چي کولمبيا خپور کړی دئ
د «سن خوزې» خزانې انځور چي کولمبيا خپور کړی دئانځور: picture-alliance/dpa

د خزانې ارزښت

د سن خوزې کښتۍ د پاته سوو د موندلو له پاره تر اوسه پوري څو واري د کارپوهانو ډلي د اتلانتيک سمندر په اوبو کي گرځېدلي ول خو بريالي سوي نه ول. دوی څو واري په اوبو کي د کښتيو ټوټې موندلي وې خو هغه د نوورو وې.

د کولمبيا جمهور رئيس ويلي دي چي د سن خوزې کښتۍ پاته سوي د ۲۰۱۵م کال د نوامبر مياشتي پر ۲۷ نېټه په هغه سیمه کي موندل سوي دي چي د کښتۍ د ډوبېدو گومان نه کېدی. هغه زياته کړې ده چي د سن خوزې د پاته سوو تر څنگ د پنځو نورو ډوبو سوو کښتيو بقاياوي هم موندل سوي دي.

خزانه د کارتاگنا ښار په ساحل کي موندل سوې ده. د دغه ښار ښاروال دا «د خپل هيواد له پاره يو بې ساري کشف» بللی دی. ويل کيږي چي په دغه کښتۍ کي بار خزانه تر اوسه پوري په اوبو کي تر ټولو موندل سوو خزانو گرانه ده.

سانتوس په خبري غونډه کي د دغي خزانې ارزښت شاوخوا يو ميليارد ډالره ښوولی دئ. کولمبيا د دغي خزانې ارزښت څلور ميليارده ډالره باله.

يو امريکايي شرکت چي له ۱۹۸۱م کال راهيسي د سن حوزې د خزانې د يوې برخي د ملکيت ادعا کوي، د هغه ارزښت ۱۷ ميليارده ډالره ښوولی دئ.