د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کي بدلونونه راغلي
۱۳۸۹ شهریور ۱۰, چهارشنبهتيره شپه د افغانستان دولتي تلويزيون د هغو پوليس افسرانو نومونه يو په بل پسي خپاره کړل چي د کورنيو چارو وزير د غوښتني او ولسمشرکزي د منظور په اساس ورته د وزارت په تشکيل کي نوي دندي سپارل سوي دي.
د ترهګرۍ سره د مبارزي عمومي ريس عبدالمنان فراهي هم يو له هغو لوړ پوړو دولتي چارواکو څخه دي چي له خپلي دندي ليري کړل سوی دی.
تيره مياشت ولسمشر کرزي د يوه فرمان په ترځ کي جنرال بسم الله محمدي د کورنيو چارو د وزير په توګه وټاکی.
جنرال بسم الله د حنيف اتمر پر ځاي د کورنيو چارو وزير وټاکل سو. اتمر د ولسمشر کرزي له خوا ظاهراً د سولي پر مشورتي جرګې د بريد د دسيسي په شنډولو کي پاته راغلی بلل سوی وو.
د کورنيو چارو وزارت له لوري يوه خپره سوې خبر پاڼه چي تيره شپه په کابل کي د دويچه ويلي خبريال ته لېږل سوې وه. کاږي چي د کورنيو چارو وزارت مشرتابه د چارو د لا ښه سمون لپاره غوره وګڼله چي د پوليسو په تشکيلاتو کي يو لړ بدلونونه رامنځ ته کړي.
شاوخوا پينځلس تنه عالي رتبه چارواکي له دندو ګوښه سوي دي، ځينو ته يي نوري د ندي سپارل سوي خو ځيني يي اوزګار کړای سوي دي.
تر اوسه په دقيقه توګه د دغو بدلونونو اصلي موخه نده معلومه .
خو دغه تغيرات په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي ټاکل سوې د افغانستان پارلماني انتخابات د شاوخوا ۲۰ ورځو په دننه کي تر سره سي.
د کابل د شمشاد، آسمايي او پاميرد پوليسو د زونونومشران هم تبديل سوي دي.
د پوليسو دغه درې خاص ټولګي د کابل ښار په دننه کي عمليات او تجسسي فعاليتونه پر مخ بيايي.
د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې د نوم د نه اخيستلو په شرط آلمان ږغ ته وويل چي ډيری نوي ټاکل سوي کسان جنرال بسم الله محمدي ته نږدي باوري څيري دي چي له هغه سره د جهاد د محال پخوانۍ اړيکي لري.
خو د کورنيو چارو وزارت دا نه مني.
د وزارت وياند زمري بشري ويلي چي د پوليس افسرانو ادلون بدلون د کورنيو چارو وزارت د مشرتابه له لوري د چارو د لا ښه سمون لپاره يو ګام دي چي واخيستل شو.
د بشري په وينا چي پخوانيو افسرانو هم په ښه توګه دنده ترسره کړي وې او اوسني هم د پوځي لوړو زدکړو او کاري تجربو څخه برخمن دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل