1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کورنيو پانگوالو د راجذبولو هڅي

سيد رياض/ رضا شېرمحمدي۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

افغان حکومت د ۲۰۱۴کال تر پایه پوري له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نړیوالو مرستو د کمیدو په پام کې نیولو سره کورنيو پانگوالو ته زمینه برابروي، څو د بیا رغاونې او په نوو پروژو کې ونډه واخلي.

https://p.dw.com/p/1C36c
انځور: DW

د افغانستان د فواید عامې وزارت مسئولان وایي چې په عام المنفعه پروژو کې یې د داخلي پانگونې له پاره نوې ستراتیژي تر لاس لاندي نیولې ده. د نوموړي وزارت ویاند سهیل کاکړ، له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل چې په افغانستان کې د بیا رغاونې په بېلابېلو برخو کې د پانگوني له پاره سهولتونه او امتیازات رامنځ ته شوي دي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د بیلگې په توگه د دولتي او خصوصي مشارکت په نوم یو میکانزم وجود لري، چې ملي سوداگر کولای شي چې هم د لویو لارو پر جوړیدو او هم د هغې په حفظ او مراقبت کې پانگونه وکړي او له دولت سره په دې کې ونډه واخلي. همداشان د اور گاډي پټلۍ په برخه کې. یوازنی شی چې ملي سوداگر کولای شي تشویق کړي د امنیت مسئله ده. د ترانسپورتي زیر بناوو په سکتور کې په ځانگړې توگه د لویو لارو او اورگاډي پټلۍ په برخه کې د داخلي پانگوالو له پاره ښه فرصتونه موجود دي.»

د ښاغلي کاکړ په وینا د فواید عامې وزارت، د حق العبور او د تیلو د مالیې له درکه چې پخوا په کال کې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ وه، د نوي قانون په تطبیقولو سره یې سږ کال د حق العبور له درکه دوه میلیارده او۳۰۰ ميلیونه افغانۍ راټولي کړي دي. د هغه په وینا دغه عاید له خصوصي پانگوني سره کیدای شي نور هم لوړ شي.

بیا رغاوني ته د خلکو هڅول

په کابل کې خبریال شاه حسین مرتضوي، په دې باور دی چې خلک او خصوصي سکتور د افغانستان په بیا رغاونه او د اقتصاد په وده کې څرگند نقش لري. هغه زیاتوي: «زما برداشت دا دی که چیرې حکومت وکولای شي په خصوصي سکتور او پانگونه کې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي او پانگوالو ته ضمانتونه برابر کړي، نو د بیا رغاونې په بهیر کې به د افرادو، اشخاصو، سوداگرو او پانگوالو نقش د نړیوالي ټولني په پرتله په مراتبو اغېزمن وي.»

په لښکرگاه کي د یوه پل جوړېدل
په لښکرگاه کي د یوه پل جوړېدلانځور: DW/R. Elham

افغان چارواکو د امنیتي وضعې د ښه کیدو او د پانگوني له پاره د لا ښې زمینې د برابریدو له پاره له ملا امامانو او دیني عالمانو څخه غوښتي دي چې په خپلو خطبو کې خلک د بیا رغاونې په برخه کې ونډي اخیستلو ته راوبلي.

په وروستیو وختونو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې داسي پروژې عملي شوي دي چې ځایي خلکو يې لگښت پر خپله غاړه اخیستی دی. محلي شوراگاني چې د کلیو او پراختیا وزارت، پر پروژو باندي د څارني له پاره رامنځ ته شوي دي، د بیا رغاونو پر پروژو باندي د پام وړ اغیز لرلی دی.

د بلخ ولایت یو تن اوسیدونکی شفیق الله وایي: «په مزار شریف کې خلکو د خپل ښار د بیا رغاونې له پاره ښه کارونه کړي دي. دا د خوشحالۍ ځای دی چې خلکو خپله اقدام کړی دی. دا کومه معنی نه ورکوي چې خلک لاس تر زنې کښیني تر څو دولت او یا ښاروالي راشي او ټول کارونه تر سره کړي. هیله من یم چې نور گامونه هم واخيستل شي، څو خلک د کورنو، لارو کوڅو او د خپل ښار په پاکۍ او بیا رغاونه کې نقش ولري.»

د پروژو ساتل او پالل

د فواید عامې وزارت ویاند سهیل کاکړ، وایي چې په تیرو ۱۲ کلونو کې دغه وزارت په افغانستان کې ۲۴ زره کیلومتره سړکونه جوړ کړي دي. د هغه په وینا د خلکو له پاره د ترانسپورتي سهولتونو پر رامنځ ته کولو سربیره، د تر دوو میلیونو زیاتو کسانو له پاره کار ځایونه رامنځ ته شوي دي.

د کاکړ په وینا د پروژ د پرمخ بیولو له پاره د خلکو همکاري ډیر اغیز لري. هغه زیاتوي چې تر دې وروسته د پروژو د اهمیت په اړه د خلکو پوهاوی او همداشان په پروژو کې د خلکو د ونډي اخیستو په اړه زیات اقدامات تر سره کیږي.

د افغانستان د بیا رغاوني بانک

په افغانستان کې د بیا رغاوني پروژ څخه د خلکو د ملاتړ په پام کې نیولو سره، یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې دولت باید د افغانستان د بیا رغاونې صندوق ته «د افغانستان د بیا رغاونې بانک» ته ارتقا ورکړل شي او پر نړیوالي مرستو سربیره دې د خلکو مرستې هم دغه بانک ته جذب کړي.