د کنړ ولایت د سولې د شورا مشر ووژل شو
۱۳۹۱ فروردین ۱۸, جمعهد کنړ د د ولایت د سولې د شورا مشر محمد هاشم منیب، د پخوانیو جهادي قوماندانانو له جملې څخه وو. د کنړ د امنیې قوماندان ویلي دي چې د برید اصلي هدف هم پخپله محمد هاشم وو. هغه زیاته کړې ده: «هغه د جمعې له لمانځه څخه د کور په لور روان وو چې ورباندې برید وشو.»
له دویچه ویله (المان غږ) سره په یوه ځانګړې مرکه کې د کنړ ولایت والي سید فضل الله واحدي، وویل چې د برید پر مهال له مولوي منیب سره د هغه دوه ساتونکي هم موجود ول. هغه زیاته کړه چې د مولوي منیب دواړه ساتونکي لومړۍ ټپیان شول او بیا ئې له ډلې څخه یو تن ومړ چې د منیب زوی وو.
د ښاغلي واحدي په خبره مولوي منیب له کوم وگړي سره شخصي دښمني نه درلوده. هغه وویل چې ډیر وخت په داسي بریدونو کې د بهرنیو لاس وي ځکه چې د هغه په خبره ډیر کسان د افغانستان د سولې له بهیر سره مخالف دي.
د پېښې یوه عینې شاهد د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې برید کوونکی او پخپله منیب د چاودنې په پایله کې ټوټه ټوټه شوې ول.
د کنړ ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري چې وخت نا وخته پکښې د وسلوالو فعالیتونه او بریدونه تر سترګو کیږي. د افغانستان د سولي د شورا پخوانۍ مشر برهان الدین رباني، هم تیر کال د یوه ځانمرګي برید کوونکي له خوا د هغه په کور کې ووژل شو. منیب پخپله هم د حزب اسلامي یو پخوانی قوماندان وو.
د سولې د عالې شورا یوه غړی محمد موسی ستانکزي، هم پېښه منلې ده. هغه ویلي دي: «هغه يو ډیر با نفوذه وګړی وو. هغه ډیر مخالفین د سولې له بهیر سره یو ځای کړي ول. هغه د سولې د دښمنانو له خوا وژل شوی دﺉ.»
سید فضل الله واحدي دویچه ویله ته وویل چې اوس د کنړ په ولایت کې حالات عادي دي. هغه زیاته کړه چې د کنړ ولایت به سولې ته د رسیدو له هدف سره تر دې پېښې وروسته هم متعهد پاته شي او په دې لار کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دویچه ویله، اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم