1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندوز پېښه يوه ډل وژنه وه او که د بهرني ځواکونو لپاره يوه پوځي بريا؟

۱۳۸۸ شهریور ۱۶, دوشنبه

ناټو، اروپايي ټولنه او امریکا اوس ددغه سوال د جواب په لټه کي دي.خو د المان د دفاع وزير پر خپله خبره ټينګار کوي چي په کندوزکي الماني پوځ ته د کابل کندوز د لويې لاري څخه تښتول سوی تېل وړونکي لوی موټر ستر ګواښ ؤ...

https://p.dw.com/p/JUTP
د ناټو په هوايي بريد کي د وژل سوو وګړو جنازې
د ناټو په هوايي بريد کي د وژل سوو وګړو جنازېانځور: AP

د جمعې په ورځ په قندوز کي د الماني پوځ په غوښتنه امريکايي جنګي الوتکو تښتول سوي تېل وړونکي موټر بمباري کړل چي په ترڅ کي يې مرګ ژوبله رامنځ ته سوه. د پېښي په څلورمه ورځ لا هم د مرګ ژوبلې بېلابيلي شمېرې يادول کيږي. پداسي حال کي چي د المان د دفاع وزير فرانڅ جوزيف يُنګ وايي چي په پېښه کي شپږپنځوس وسله وال وژل سويدي نور منابع د 125 وژل سوؤ کسانو خبره کوي.

دامریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په يوه راپور کي راغلي چي و سيمي ته د ناټو د لېږل سوي پلاوي د لومړيو څېړنو له مخي 125 وژل سوي کسان شمېرل سوي دي چي پکښي د ورځپاڼې په وينا لږ تر لږه څلورويشت ملکي کسان هم شامله دي.

په عيني حال کي د المان لومړۍ وزيري د بريتانيې د لومړي وزير ګورډن براؤن سره په ليدنه کي ژمنه کړېده چي د پيښي بشپړه څېړنه به کيږي. د يکشنبې په ورځ په برلين کي مېرمن مېرکل و ګورډن براؤن ته وويل چي د المان حکومت به ټوله شته معلومات په ډاګه کړي تر څو معلومه سي چي ايا د قندوز په پېښه کي اولسي خلک هم وژل سويدي که څنګه. مېرکل زياته کړل چي که ملکي خلک وژل سوي وي نو دغه يوه ډېره د خواښينۍ خبره ده.

د واشنګټن پوسټ به راپور کي راغلي چي د هوايي بريد غوښتنه د الماني عسکرو قومندان پداسي حال کي کړېده چي ورته صرف يوه افغان جاسوس اطلاع ورکړې وه چي د تيلو د کانټينرانو شاوخوا يوازي وسله وال دي. د فضا څخه اخيستل سوي عکسونه هم ښيي چي د تيلو پر موټرانو ګڼ شمېر انسانان راجمع دي. خو د ناټو د نوي امريکايي قومندان مېک کرسټل لخوا جوړ کړلې سوې نوې پاليسۍ له مخه بايد لږ تر لږه دوې جاسوسي منابع ددې پخلۍ وکړي چي اولسي خلک شاوخوا نسته تر دې ترمخه چي هوايي بريد تر سره سي. خو په قندوز کي د الماني پوځ قومندان ډګروال ګيورګ کلاين يوازي په يوه منبع اقتفا کړې چي ويل يې هلته اولسي خلک نسته. ورځپاڼه زياتوي چي نوموړي الماني ډګروال د څېړني په موخه وسيمي ته د ناټو د پلاوي د لېږد مخالفت هم کړی ؤ چي وجه يې دا ښودلې وه چي هلته امنيت سم ندی. خو جنرال سټېنلي مېک کريسټل بيا هم د خپل اوه کسيز پلاوي سره د پيښي وځای او روغتونونو ته ورغلی دی. د اسوشيېټډ پريس يوه خبريال ويلي چي یوه سحنه يې ليدلې په کومه کښي چي د ناټو قومندان مېک کريسټل د الماني ډګروال څخه پوښتنه وکړه چي د الوتکو د راغوښتلو پر ځای يې ولي مځکني قواوي سيمي ته نه لېږدولې. په ځواب کي الماني ډګروال خپله دغه تېروتنه منلې.

د المان د دفاعي چارو وزير يُنګ په افغانستان کي د خپل ډګروال کلاين څخه دفاع کوي او د واشنګټن پوسټ راپور نا سم بوليٍ. الماني وزير و يوه الماني خبري آژانس ته ويلي چي د قندوز والي ورته ويلي چي شپږ پنځوس کسان وژل سوي او دولس زخمي دي.

د قندوز پر پېښه په نړۍ واله توګه نيوکي رامنځ ته سوي دي. اروپايي ټولنې دغه يوه ډېره ويرجنه پېښه بللې ده. د سوېډن د بهرنيو چارو وزير کارل بيلډټ بيا د شنبې په ورځ وويل چي د افغانستان جګړه په وژلو نسي ګټل کېدلای. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير بېرنډ کوشنر دغه پېښه يوه جدي تېروتنه بللې او ويلي يې دي چي موږ بايد دافغانانو سره ګډ کار وکړو او نه داچي هغه ووژنو. د هسپانيې لومړي وزير خوسې لوييس څاپاټېرو بيا ويلي دي چي دغه د نه منلو وړ پېښه ده.

د المان دننه هم پر الماني حکومت فشار زيات سوی دی او باندي ګوتنيونې زياتي سوي دي.

د يک شنبې په ورځ ګورډن براون او مېرکل په ګډ خبري کانفرانس کي وويل چي په پام کي لري چي د افغانستان په هکله يو بل نړۍ وال کانفرانس جوړ کړي په کوم کښي چي به پر دې خبري وسي چي افغان ځواکونه څنګه ددې جوګه کېدای سي چي خپل د هيواد امنيت په خپله ونيولای سي.

TM / BBC/ احمدولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل