1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندوز د خونړۍ پيښي په اړه دوو جرمني جنرالانو استعفاوي کړي

۱۳۸۸ آذر ۵, پنجشنبه

داسي ښکاري چي د المان د دفاع په وزارت کي د عمومي څارني مشر جنرال ولفګنګ شنايدر هان اود د فاع وزارت معين پيتر ويشرت خپلي استعفاوي وړاندي کړې وي...

https://p.dw.com/p/Kgpx
د جرمني د دفاع پخوانی وزير فرانس ژوزيف يونګ او جنرال شنايدر هان
د جرمني د دفاع پخوانی وزير فرانس ژوزيف يونګ او جنرال شنايدر هانانځور: AP

لکه څنګه چي د المان د خبر رسولو په يوه رپوټ کي ويل کيږي د جرمني د دفاع وزير کارل ټيودور څوګوتنبرګ داخبره تايد کړې چي د جرمني د دفاع د پخواني وزير فرانس ژوزيف يونګ په وخت کي د افغانستان د کندوز په ولايت کي د بمباريو په هکله يو لړ مالومات پټ ساتل سوي ول.

داسي ښکاري چي د المان د دفاع په وزارت کي د عمومي څارني مشر جنرال ولفګنګ شنايدر هان اود د فاع وزارت معين پيتر ويشرت خپلي استعفاوي وړاندي کړې وي.

د جرمني د دفاع وزير څوګوتنبرګ نن دغه خبره د المان د اتحادي پارلمان په وړاندي کړې ده. 63 کلن المانی جنرال شنايدر هان د 2002 ميلادي کال د جون د مياشتي راهيسی د المان د دفاع وزارت د عمومي څارني مشر و. دغه راز د دفاع وزارت معين ۶۴ کلن پيتر ريشرت هم د کندوز د هوايي بمباريو د پيښي په اړوند خپله دنده د لاسه ورکړې.

د روان ميلادي کال د سپتمر په مياشت کي وروسته له هغه چي د طالبانو لخوا د تيلو دوه ټانکرونه تښتول سوې وه په کندوز کي د الماني عسکر قوماندان د ناټو د هوايي ځواکونو څخه د مرستي غوښتنه کړې وه چي د بمباريو په اثر لږ تر لږه 142 تنه وژل سوي او يا ټپيان سوي ول.

په دې اړوند لکه څنګه چي د المان ددفاع اوسنی وزير څو ګوتنبرګ وايي د دفاع د پخواني وزير فرانس ژوزيف يونګ په وخت کي ددغه بمباريو په اړه يو لړ مهم مالومات پټ ساتل سوي ول، او لکه څنګه چي نن څرګنده سوي جنرال شنايدر او ويکرت ددغه پيښي مسوليت« چي مالومات پټ ساتل سوي» په غاړه اخستی او دواړو د خپلو دندو څخه استعفا کړې.

خو د جرمني په اتحادي پارلمان کي مخاليف ګوندونه يوازي ددغه دواړو په استعفا قناعت نه کوي او وايي، چي د آلمان ددفاع پخوانی وزير يونګ، چي د جرمني په اوسنۍ کابينه کي د کار د چارو وزير دی هم د خپلي دندي څخه استعفا وکړي.

د جرمني ددفاع اوسنی وزير ګوتنبرګ وايي، چي د المانۍ ورځپاڼي بيلد لخوا خپور سوی رپوټ ما د لومړي ځل لپاره پرون لوستی دی.په هغه کي ويل سوی ، چي په تير حکومت کي يو لړ نور مالومات هم پټ ساتل سوي او په دې اړوند د جرمني د بهرنيو چارو اوسنی وزير ګيدو وسته ويلي وايي، چي زه هم لدې کار سره چی مهم مالومات پټ ساتل کيږي هيڅ کله موافق نوم او نه يم.

له بلي خوا نن د جرمني په اتحادي پارلمان کي په دې اړه هم خبري کيږي چي په افغانستان کي د هغو آلماني عسکرو د خدمت موده اوږده سي چي د نړيوال سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کي دغه هيواد ته استول سوي او په روان وخت کي يې شمېر 4500 ته رسيږي.

په دغه پارلماني جرو بحث کي هم د جرمني ددفاع او هم د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه سره له دې څخه پارلمان ته داخبره جوته کړې چي په افغانستان کي د الماني عسکرو د خدمت دوام ضروري بريښي.

د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله د پارلمان په وړاند ي په داسي حال کي چي په روان وخت کي په افغانستان کي د الماني عسکرو موجوديت ته اړه ويني وايي، چي ددې خبري مانا به دا نوي چي الماني عسکر به تر نامالومي مودې پور ي په افغانستان کي پاته کيږي. موږ د افغانستان څخه د آلماني عسکرو د وتلو پر ستراتيژۍ باند غور او فکر کو.

ددفاع اوسني وزير د پارلمان په وړاندي د مخالفوګوندونو هغه غوښتني رد کړي، چي وايي د جرمني پخوانی ددفاع وزير فرانس ژوزيف يونګ چي اوس د کار د چارو وزير دی استعفا وکړي. دی وايي، چي يونګ هيڅ مالومات پټ نه دي ساتلي او نوموړي د کندوز د پيښي څخه دوې ورځي وروسته دسپتمبر پر 6 نېټه په ډاګه سره داخبره کړې وي، چي کيدای سي په دغه بريد کي ملکي وګړو ته ځاني تاوان رسيدل وي.