1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندوز دهوايي بمباريو څخه يو کال پوره سو

۱۳۸۹ شهریور ۱۳, شنبه

د2009کال دسپتمردمیاشتی پر4مه شپه شاوخوا دوې بجې دکندزولایت چهاردری اوعلی آباد ولسوالیوترمنځ درحمت بای په سیمه کی دآیساف دالوتکودبمباری په نتيجه کی ترسلوزیات کسان ووژل سول

https://p.dw.com/p/P4PQ
انځور: dpa

دا پيښه هغه مهال رامنځ ته سوه چی طالبانو دهمغی ورځی په مازیګر دووتانکرونه چی پکښی دناټوځواکونو تیل بار وه ،اودکندزد لاری يې کابل ته تیل انتقالول .

دکندزعلی آبادولسوالۍ دکوچه قزاق په سیمی کی يې دغه ټانکرونه نیولي وه، بیا يې غوښتل چی دسیندد لاری دچاردرې ولسوالۍ ته يې تیر کړی چی دوی ونسوای کولی داکارترسره کړی.

په همدی حال کی یې دسیمی د وسیدونکوڅخه غوښتی وه چی راسی اوتیل یوسی

بیادسیمی اکثر آوسیدونکی له خپلوکورونه راوتلي وه اودتیلوپه وړلو يې پیل کړی ووچی په دې موقع دآیساف د الوتکي دبمبارۍ ښکار سول .

دوژل سووکسانو په هکله دکندز چارواکو،ناتوځواکونواودسیمی خلک ډول دول خبری کولې .

دکندز والی اوسیمیزوچارواکووژل سوی کسان طالبان دطالبانوملاتړی یاهم دطالبانوخپلوان بلل ،خودسیمی اوسیدونکی وویل چی اکثرآ وژل سوی کسان بیګناه اوکلیوال خلک دی چی دتیلودوړلودپاره دپیښی ځای ته تللی وه .

دوژل سوو کسانودتعدادپه هکله هم ډول دول معلومات ورکول کیدل خو دبشرحقوقو دخپلواک کمیسیون چارواکی وایی چه په دغه برید کی102کسان مړه اوټپیان سوی دی .

عبدالحنان هغه کس دی چی په دې پیښه کی يې دخپلي کورنۍ درې تنه اعضا د لاسه ورکړی دی .

عبدالحنان په خپل خبروکی وویل چه تروسه پوری دری واره د دوی سره مرستی شوی دي .

یووار ورسره دخوارکی موادواوالبسې، یووار دآی اوایم موسسې لخوا دری زره ډالره مرسته اوبل ځل دآلمان هیواد لخوا دبشردحقوق دخپلواک کمیسیون لخوا5000 زره دالرومرسته سوې ده .

NO FLASH Angriff auf die Tanklaster in Kunduz
انځور: picture-alliance/dpa

دغه پیښه ددې سبب هم سول چی دآلمان هیواد کی دعامه خلکونظریات په افغانستان کی دآلمان دماموریت په اړه راوپاروی چی دآلمان دوخت ددفاع وزیراولوی درستیزداستفاء سبب سو .

دالمړی پیښه ده چی په افغانستان کي ددولت او نړيوالی ټولنی لخوا له تاواني سوو کسانو سره په واو وار مرستی کیږی .

یما شیرزاد

کتونکی : محمد قاسم نوري