1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کندهار چاودنې د کوټې شوری له خوا پلان سوې وې»

ابراهیم سپیڅلی/ کندهار۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۸, شنبه

د کندهار ولایت سيمه ييز چارواکي وايي په دغه ولايت کي د تيرې ورځي دوې پرله پسې موټر بم چاودني د کوټي د شورا له خوا پلان سوي وې.

https://p.dw.com/p/18aLC
انځور: DW

د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د مې اتلسمه) په همدې اړه يوې خبري ناستي ته د خبري کولو پر مهال وويل، چې د افغانستان يو شمير ګاونډيان په ځانګړي ډول پاکستان نه غواړي، چي دلته دي خلک ارام او خوښ ژوند وکړي. تراوسه پوري د دغه چاودنو مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پتيال په دغه خبري غونډه کې وویل چې دوى امنيتي څانګو ته د کلکو پلټنو امر کړى دى او پوليس هڅه کوي، چي په پيښه کي لاس لرونکي کسان د قانون منګولو ته وسپاري:

«دا بريد په پاکستان کي د کوټې شورا له خوا پلان او طرحه سوى وو. زموږ يو شمير ګاونډيان نه غواړي، چي دلته دي خلک يو ګړۍ د سوکالۍ او خوشحالۍ سا واخلي. موږ پلټني پيل کړي دي او ډېر ژر به په دې پيښه کي ښکیل لاسونه او تور مخونه ولس ته رسواکړو.»

يوتن، چي تيره ورځ يې درې کلن زوى په دې پيښو کي سخت ژوبل سوى دى، پر ټولو اړخونو ږغ کوي، چي د بې ګناه ولسي خلکو ژوند ته دي پام وکړي. د ده په خبره عېنو مېنې ته يې اولادونه د مېلې له پاره راوستلي وو، خو له دې خوا يې په وينو سره روغتون ته يوړل:

«ما خپل اولادونه د مېلې له پاره عېنو مېنې ته بيولي ول، هغه وخت، چي موږ د کور خواته را روانيدو، چاودونه وسوه. زه يې وغورځولم، ما چي وکتل، زوى مي نه و، اخر مي ديرش متره ليري په يوه ګلدان کي پيدا کړ. پښه يې ماته ده، په سر کې يې پرزې دي او نس يې څېري دى.»

د ځاني تلفاتو تر څنګ په سيمه کي يو شمير مارکيټونو، کورونو او هټيو ته سخت تاوان رسيدلى دى. د سيمي يو شمير دوکاندارانو د دویچه ویله ځایي خبریال ته ویلي دي، چي هر کور او هر دوکان ته په سلهاو زره افغانۍ تاوان رسيدلۍ دى. د سیمي خلکو له دولت څخه هیله کړي چې امنیتي تدابیر کلک کړي او د دې ډول پیښو مخنیوی وکړي.

يادي غبرګي موټر بم چاودني تېر ماښام اووه بجې او پنځلس دقيقې د کندهار ښار په عېنو مېنې کي رامنځته سوې، چي د کندهار د والي وياند جاويد فيصل په خبره ٦٤ تنه يې زخميان او ٩ تنه نور يې ووژل. د پيښې اکثره قربانيان سيمې ته د ميلې له پاره تللي ځوانان او کوچنيان دي.