1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې چاودني مرگ ژوبله اړولي ده

۱۳۹۰ اسفند ۲۴, چهارشنبه

د کندهار چارواکي وايي چي د نوي ښار په سيمه کي کندهار هوټل ته نزدې يو موترسيکل بم چاودلی او د يوه ملکي وگړي په شمول ئې د ملي امنيت دوه تنه کارکوونکي ټپيان کړي دي.

https://p.dw.com/p/14KHJ
انځور: DW

په کندهار کي د دويچه ويله خبريال وايي چي پيښه هغه تلاښۍ ته نزدې را منځ ته سوې ده چي د ملي امنيت رياست ته تلونکي لاري په سر کي ترسره کیږي.

ويل کيږي چي دغه موترسايکل بم د ملي امنيت د تلاښۍ ځای ته نزدې درول سوی وو او مخکي تر دې چي چاودنه ورکړي د ملي امنيت کارکونکي په خبر سوي ول او د شنډولو پر مهال باندي چاودلی دئ.

د عيني شاهدانو په خبره په پيښه کښي د ملي امنيت يو تن کارکوونکي وژل سوی هم دئ خو د کندهار امنيتي چارواکي د يوه ملکي وگړي تر څنگ د ملي امنيت د دوو تنو کارکوونکو ټپي کېدل مني.

وروسته تر هغه چي د تيري يکشنبې په ماخوستن د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات په سيمه کښي د يوه امريکايي عسکر له خوا ۱۶ تنه ملکي وگړي چي ډيری ئې ښځي او ماشومان ول ووژل سول په افغانستان کي يو وار بیا د نا اراميو اندېښنې را پورته سوي دي.

تيره ورځ په کندهار او جلال اباد کښي د پنجوايي د پيښي پرضد سوله ييز لاريونونه هم تر سره سول.

نجيب الله زيارمل

کتونکی: مسعود جهش