د کندهار په لاريون کي مرگ ژوبله رامنځ ته سوې
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبهد کندهار سيمه ييز چارواکي وايي، چي لاريون د ميوند ولسوالۍ په بازار کي نن د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۸) د ولسي خلګو لخوا پيل سوي وو او وروسته د دولت مخالف وسله والو يې په منځ ور ګډ او پر پوليسو يې وسله وال يرغلونه وکړل.
د کندهار د والي وياند جاويد فيصل له دويچه ويلي سره په خبرو کي وويل، چي يادو کسانو د کندهار هرات لويه لار د ترافيکو پر مخ و تړله او بيا يې ٣ تنه موټر چلوونکي ووژل.
د فيصل په خبره وروسته بيا پوليسو د دوى پر ضد عمليات پيل کړل او په ترڅ کي يې ٨ تنه وسله وال وژل سوي دي،١٠ تنه ټپي سوي دي او٣٠ تنه نور شکمن کسان نيول سوي دي:
«ټول نيول سوي، وژل سوي او ټپي کسان د ميوند ولسوالۍ نه دي، وسله وال له نورو سيمو څخه راغلي ول او غوښتل يې يوې ځانګړي موخي ته د مظاهرې له لاري ځان ورسوي، وروسته يې پلان شنډ سوى دى.» فيصل و نه ويل چي د دوی پلان څه وو.
خو د سيمې خلګ وايي، چي دوې ورځي دمخه د ميوند د ګرماوک په سيمه کي د ملي اردو ځواکونه د ولسي خلګو کورونو ته بې اجازې ننوتي او له خپلسرو عملياتو څخه وروسته يې ٣ تنه ولسي وګړي له ځان سره هم بيولي دي.
خو د کندهار د والي وياند جاويد فيصل بيا وايي دغه ٣ تنه ولسي خلګ، نه بلکي د وسله والو مهم قومندانان ګڼي او وايي لومړى يې پر ملي اردو وسله وال يرغل کړي او وورسته، چي ملي پوليسو هغوى تعقيب کړي دي، نو دوى د يادي سيمې په کورونو کي پټ سوي ول او د عملياتو پرمهال امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
فيصل زياتوي، اوس په سيمه کي امنيت ټينګ او د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق خپله سيمي ته ورغلى او هيڅ ستونزه نسته او د کندهار هرات لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانيستلې ده.
د يادوني وړده، چي دا د پاکستان پر ضد لومړى لاريون دى، چي په تاوتريخوالي اوړي او تر شلو زياتو کسانو ته پکښي مرګ ژوبله اوړي. د پاکستان پرضد تر کابل وروسته وړمه ورځ په خوست او په پرون په کندهار ښار کي هم سوله ييزي مظاهرې سوي وې.