«د کندهار ولايت پر مقام د يرغل پلان شنډ سو»
۱۳۹۱ آبان ۲۵, پنجشنبهد کندهار د والي وياند جاويد فيصل دويچه ويله ته وويل، چي په دغو کسانو کي ځانمرگي بريدکوونکي هم شامل دي.
د هغه په خبره، دغه کسان د کره استخباراتي معلوماتو پربنسټ د ښار د څلورمي ناحيې په يوه کورکي، د يوشمير وسلو،لاسي بمونو، چارج سويو نقليه وسايطو او د ملي اردو د ٦جوړې يونيفورم سره امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
«له دې کسانو څخه انفجار ته چمتو موټرونه، موټرسايکلونه، د ځانمرگو واسکټونه، کلاشنکوفونه، توپنچې، پيکا، او په زياته اندازه چاوېدونکي مواد نيول سوي دي.»
فيصل زياته کړه، چي دوى ټولو نيول سوو کسانو او د کور مالک چي دوى ته يې ځاى ورکړى وو، ټولو اعتراف کړى دى، چي پر ولايت مقام باندي يې د څو اړخيزه بريدونو لوى پلان درلود.
د نيول سوو کسانو د هويت په اړه فيصل وايي، چي تراوسه لا پيښه تر څېړونو لاندي ده: «دا چي پيښه تازه ده،لا تراوسه زموږ څېړني رواني دي، وروسته به په دې اړه بشپړ معلومات له رسنيو سره شريک کړو، چي دا کسان د چا له خو، د چا په مرسته او په څه ډول تر کندهارښاره پوري رارسېدلي دي. اوس هم زموږ د امنيتي منسوبينو پلټني رواني دي، چي د دې لوى پلان نورکسان هم پيدا کړي.»
د والي وياند له خلگو څخه مننه کوي چي په دې ورستيو کي يې له دوى سره مرسته ډېره سوې ده. او بيا هم له کندهاريانو څخه غواړي چي هم د ځان اوهم د نورو د ژغورني په خاطر له دوی سره همکار پاته سي.
دا کسان په داسي حال کي نيول کيږي چي په دې وروستيو کي د کندهار امنيتي وضعيت د تيرو وختونو په پرتله يو څه ډاډمن سوى دى.
ولسي خلک هم وايي، دولت ته په کارده چي د پېښي له پيښيدو څخه ترمخه يې پلانونه شنډ او د خپل مسئوليت پربنسټ د دوى ژوند وژغوري.
محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل