1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د کندهار د پيښي قاتلان دي علني محاکمه سي"

۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبه

د افغانستان ولسي جرګې په خپله عمومي غونډه کې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د تيري ورځي پيښه سخته وغندله او د پیښي د عاملانو د علني محاکمې غوښتنه ئې کړې ده.

https://p.dw.com/p/14JLp
انځور: AP

د پنجوايي ولسوالۍ په زنگاوات سيمه کې د يکشنبې په ناوخته ماخوستن یوه امریکايي سرتيری درو کورونو ته ورغلی دئ او د ښځو او ماشومانو په ګډون ئې ١٦ تنه بې گنا انسانان وژلي او پنځه تنه نور ئې ټپيان کړي دي.

خو په ولسي جرګه کې د کندهار استازی ملا سید محمد اخند وايي چي، دا عمل د یوه سرتیري نه، بلکي امریکايي سرتیرو په ډله ییزه توګه د خلکو پر کورونو یرغل کړی دئ.

«دا کورونه ۳ کیلومتره سره لیري پراته دي، داسي نه ده چي دروازه په دروازه وي، خبره دا ده چي دا یو ګروپ په کورونو ورننوتلی دئ او بیا ئې دا کار تر سره کړی دئ.»

ولسي جرګې دغي پیښي ته خپل سخت غبرګون ښودلی دئ او په دې ترڅ کي ئې یوه اعلامیه هم خپره کړې ده. جرگې ويلي دي چي افغان ولس نور د دغه ډول پيښو پر وړاندي خپله حوصله له لاسه ورکړې ده.

په اعلامیه کې غوښتنه شوې ده چې د پیښي عاملان دي د افغانستان د خلکو په مخکي علني محاکمه شي. د ولسي جرګې غړي صالح محمد سلجوقي په دې اړه وویل:

«ولسي جرگه يو ځل بيا اعلاموي، چې د بهرنيو سرتېرو له خوا د دې ډول كړنو پر وړاندي د افغانستان د خلكو حوصله نوره پاى ته رسېدلې ده او ځان د افغانستان د ولس د استازو په توگه مسئول او مكلف گڼي چې د هغوى له ځان، مال او ناموس څخه ساتنه وکړي.»

په اعلامیه کي وړاندي راغلي دي چې د افغانستان د لنډ مهاله ادارې او نړيوالو پوځونو ترمنځ د امنيت، سوله ساتني او همكارۍ هوكړه ليک د ولسي جرگې د روان لمريز کال د لړم میاشتي د دوهمي نېټې په عمومي غونډه كې د رايو په اتفاق رد شوی دئ، نو ځکه ولسي جرګه په کلکه غوښتنه کوي، چې امريكا دي د پېښي عاملانو ته ډېر ژر د خپلي ناوړه كړني سزا وركړي.

خو د جرګې یو بل غړی رمضان بشردوست بیا یوازي اعلامیې د مسئلې حل نه ګڼي، بلکي غوښتنه کوي چې د ولسي جرګې ټول غړي باید په ټولیزه توګه د امریکا سفارت ته ورشي:

«یو ځای حرکت کوو د امریکا سفارت مخي ته کښېنو او د کابل له خلکو به هم وغواړو چې زموږ سره یوځای شي، زموږ غوښتنه به دا وي چې له دولت او بهرنیانو څخه دي هغه خلک په بنسټيزه توګه چاڼ کړل شي چې بې ګناه افغانان وژني.»

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امریکا ولسمشر اوباما تيره شپه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه تلیفوني تماس کي د کندهار د پيښي په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. «اوباما، کرزي ته ډاډ ورکړ چې دغه موضوع به په جدي توګه څېړي.»

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل