1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار د ولايتي بيارغوني دفتر تر بريد لاندي راغلی

۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبه

په دغه ولايت کي د ناټو ځواکونو يو دفتر چي پرمختيايي پروژي پر مخ بيايي تر بريد لاندي راغلی دی. د کندهار ولايت د پوليسو يوه چارواکي چي د نوم د نه ښوولو په شرط يې خبري کولې ويلي دي، چي په سيمه کي څو چاودني هم سوي.

https://p.dw.com/p/130I3
د کندهار د سرې جامعې سيمه
د کندهار د سرې جامعې سيمهانځور: picture alliance/dpa

د دغه چارواکي په حواله په پيښه کي يو افغان پولس او يو ملکي وګړی ټپيان سوي دي. ويل کيږي چي د دريو څخه تر پنځو وسله والو کسانو د کندهار د ولايتي بيا رغوني دفتر تر بريد لاندي نيولی دی.

د ناټو ځواکونو هم پيښه تاييد کړې خو نور جزييات يي نه دي ورکړي.

په کندهار کي د ناټو يو بل چارواکي هم پيښه تاييد کړې او ويلي يې دي، چي يو لاسي بم د ولايتي بيا روغوني دفتر په شاوخوا کي هم چاودېدلی دی.

«موږ پوهيږو چي په پيښه کي يو افغان کارګر او يو بل افغان ساتونکی ژوبل سوي دي.»

د کندهار ولايت د پوليسو مشر، جنرال عبدالرازق، ويلي دي چي، افغان چارواکو د کندهار ولايتي بيا رغوني دفتر ته نزدې درې زرنج موټر سايکلونه او يو موټر کشف کړي، چي چاوديدونکي مواد پکښي ځای پرځای سوي ول.

«سيمه اوس د تگ راتگ پر مخ بنده سوې او چاوديدونکي مواد به ډير ژر خنثي سي.»

دغه راز د هغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي په د نړيوالو ځواکونو عملياتي پوستې ته څېرمه يو ځانمرگی بريد تر سره سوی.

د کندهار ولايت د امنيتي چارواکو په خبره، دغه بريد مالي او ځاني تاوان نه درلودی.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل