«په کندهار کي چاودني والي او د عربي امارتو سفير ټپيان کړي»
۱۳۹۵ دی ۲۱, سهشنبهد کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکريزوال رسنيو ته ويلي دي چي کندهار والي همايون عزيزي او په افغانستان کي د متحدو عربي اماراتو سفير ټپيان سوي دي. چاودنه د بهرنيو مېلمنو سره د غونډي پرمهال سوې ده.
تر دې مخکي د کندهار د والي وياند چي خپله هم سرسري ټپي سوی ويلي ول چي په چاونه کي مېلمانه ټپيان سوي نه دي.
د چاودني علت روښانه سوی نه دئ. د کندهار د پوليسو وياند ضيا لرحمن دراني ويلي دي چي پوليسو پلټني پيل کړي دي. د ناتائيد سوو راپور له مخي ويل کيږي چي چاودېدونکي مواد په چوکيو کي ځای پر ځای سوي ول.
د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا پر غاړه اخيستی نه دئ.
د متحدو عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي دي چي په کندهار ولايت مقام کي د تروريستي بريد پرمهال په افغانستان کي د دوی سفير جمعه محمد عبدالله ټپي سوی دئ.
دا چی وژل سوي کسان څوک دي او د ټپي سوو لويو چارواکو روغتيايي حالت څرنګه دئ، تر اوسه پوري ئې په اړه معلومات نه سته.