د کندهار د صحي علومو د انستیتوت نوې ودانۍ جوړه شوه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعهد مسئولینو په وینا د صحي علومو ياده ودانۍ پر درسي او اداري خونو سربيره د نجونو او هلکانو ليليه، مسجد، د ډوډۍ خوړولو خونه، کانتين او نور اړوندې څانګې لري. د انستيتوت د پرانيستلو غونډې ته د روغتيا وزيره ډاکټره ثريا دليل، هم راغلې وه.
د کندهار د روغتيا رئيس ډاکټرعبدالقيوم پخلا، د خپلو خبرو په ترڅ کې د انستيتوت د لا پراختيا له پاره وزيرې ته يو شمير وړانديزونه وړاندې کړل. د پخلا په خبره په کندهار کې د فارمسي او لابراتوار په برخه کې د مسلکي وګړو کمښت موجود دﺉ:
«په ټول کندهار کې يوازې ٧٣ لابراتوارونه فعاليت لري چې يوازې پکښي ٢٨ تنه تصديق سوي مسلکي کارکوونکي موجود دي. همدا ډول په کندهار کې موږ ٣٦٤ درملتونونه، ٨٣ د درملو شرکتونه، ٢٢ د درملو عمده پلورنځي او ٦٧ روغتيايي مرکزونه لرو خو د دې ټولو څانګو له پاره يوازې اته تنه په فارمسیتان او ١٠٤ تنه هغه کسان چي د فارميسي له يوه کلن کورس څخه فارغ سوي دي موجود دي.»
پخلا د خپلو وړانديزونو په لړ کې زياته کړه چې که چيرې په دغه روغتيايي روزنيز مرکز کې د غاښو د څانګې سربيره د ياد مرکز د تشکيل پر ډېروالي هم غور وسي ګټه به ئې ډېره وي.
د کندهار والي توريالي ويسا، هم په خپلو خبرو کې له مرسته کوونکو هيوادونو څخه هيله وکړه چې د دوى له پاره د دا ډول بنسټيزو پروژو په لاره اچولو کې همکاري وکړي.
د صحي علومو ياده ودانۍ په داسې حال کې ګټې اخيستنې ته چمتو کيږي چې تر دې وړاندې هم د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د روغتيا په رياست کې د نري رنځ، ملاريا او د درملو د ساتنې ودانۍ ګټې اخيستنې ته چمتو سوي وي.
ابراهیم سپیځلی/ کندهار
کتونکی: سید ریاض