1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار د خونړۍ پيښې تر شا د چا لاس و؟

۱۳۸۸ تیر ۱۰, چهارشنبه

د دوشنبي په ورځ په کندهار کي د دولتي امنيتي ځواکونو او د بهرنيو ځواکونو د وسلوالو محافظينو ترمنځ يوه نښته کي د کندهار د امنيي قوماندان، د جنايي پوليسو آمر او يو شمير نور پوليسي افراد ووژل شول...

https://p.dw.com/p/Iezs
سپيشل فورس ته کسان د مختلفو «لاسونو» د مختلفو کسانو له خوا معرفي کيږي، بدبختي دا ده چي دغه کسان په مستقيم ډول د کومي قانوني مرجعي څخه هغو ته نه معرفي کيږي
سپيشل فورس ته کسان د مختلفو «لاسونو» د مختلفو کسانو له خوا معرفي کيږي، بدبختي دا ده چي دغه کسان په مستقيم ډول د کومي قانوني مرجعي څخه هغو ته نه معرفي کيږيانځور: AP

ددې پيښي په اړه مو په کندهار کي د ولايتي شورا د غړي بسم الله افغان مل سره مرکه کړې چي ستاسو په وړاندي يې ږدو.

دويچه ويلي: د کندهار والي په لومړيو معلوماتو کي وويل چي د بهرنيو ځواکونو وسلوالو افغان ساتونکو غوښتل چي يو تن بندي له څارنوالي څخه په زور خوشي کړي، آيا د دي خونړي نښتي لامل همدغه موضوع وه او که دا نښته کوم بل پس منظر لري.

افغان مل: ظاهرا خو داسی ښکاري چي همداسي وي، خو د ځينو معلوماتو له مخي چي ما د حکومتي سرچينو څخه لاس ته راوړي دي، دوي وايي چي د (دوشنبي د ورځي) د اتو بجو په شا خوا کي يو شمير قوتونه، « سپيشل فورس» او « افغاني قوتونه» دغي ساحي ته راغلل او دغه ځای يی محاصره کړ، هغوي وويل چي ګواکي دوي هلته د کوم ځانمرګي يا انتحاري اقدام په هکله معلومات لاس ته راوړي دی او غواړي چي د پيښي پلټنه وکړي. د دغو حکومتي سرچينو د خبرو له مخي، دغه قوتونه بيا بامونو ته وختل، د ورځي تر يولس بجو يي ساحه تر خپل کنترول لاندي درلوده. چا ته يي اجازه نه ورکوله، له يولس بجو وروسته دغه پيښه رامنځ ته شوه. دا د پيښي ظاهري بڼه ده. راغلو په دي کي چي څه نور مسايل د دي پیښی تر شا دي، خداي پوهيږي. خو زما د معلوماتو له مخي، د خلکو او ميديا د رپوټونو له مخي د دغي خونړي پيښي يو عامل چی تاسی هم تری یادونه وکړه، هغه يو بندي ؤ چي دوي غوښتل هغه په زور له بند څخه خوشي کړي، هغه د « سپيشل فورس» د «افغاني بخش يو مهم سړي ؤ، او څه موده مخکي د جعل کاريو، تزوير، لوټ ماري او ځينو نورو جنايي جرمونو له امله ونيول شو، دوي غوښتل چي هغه له بنديخاني خلاص کړي. دا چي دوي وايي چي ګواکي خارجي قواوي په دي کي دخيلی نه دي، دا د افغاني قواوو کار دي يا د هغوي خپل منځي مسأله ده. خو مسأله دا ده چه دغه « افغاني قوتونه» دوي سره اوسيږي، د دوي تر امر لاندي دي، له دوي څخه قومانده اخلي، دوي يي اکمالوي، تجهيزات ورته برابروي، په اصطلاح تقويه کوي يي.

پوښتنه دا ده چي دغه ديرش ، څلويښت کسان د چا په امر راووتل، چا ورته اجازه ورکړه، هغوي چا په وسلو سمبال کړل،چا دا پلان ورکړ...؟ «زما په عقيده خارجي قواوي هيڅکله له مسووليته خلاصی نه دي.»

دويچه ويلي: بهرني ځواکونه افغانستان ته د امنيت او سولي لپاره تللي، هغوي په دغه پيښه کي ولي لاس ولري؟ د هغوي ګټه په دي کي څه ده؟ تر اوسه خو داسي ښکاري چي دا دافغانانو د خپل منځي زورزياتيو کار وي که څنګه؟

افغان مل: زه نه پوهيږم، کيداي شي چي بهرني ځواکونو کي هم ځيني کسان يا افسران وي چي له هغو کسانو سره چي په جرمونو، فسادونو ککړ وي، هغوي سره په « پشت پرده کي معامله ولري»، ځکه دلته يوه « مافيا» موجوده ده، او دا مافيا يواځي داخلي نه ده ، بلکه خارجي مافيا هم شته.که چيري له حقيقت څخه سترګي پټي نه شي، زمونږ د وضعي په خرابولو کي تر ډيره حده خارجي مافيا لاس لري. يواځي افغانان نه دي چي ټول مسايل پر هغو وتپول شي او يواځي د افغانستان دولت په دي بدختي کي دخيل نه دی، ښايي د افغانستان په دولت کي ځيني کسان وي چي نه غواړي دغه نظام استحکام پيدا کړي. له دی ها خوا په خارجي کړي کي هم داسی کسان شته چي هغوي «اوبه خړوي او ماهيان په کښي نيسي». يو ښه مثال همدا وروستي پيښه ده. دوي ځان مبراء ګڼي ، خو زه دوي په هيڅ صورت سره مبراء نه ګڼم، بلکه په دي عمل کي دوي مستقيما دخيل بولم- له دوي څخه بايد پوښتنه وشي هدف يي څه دي او څه مقصد لريی ولي دا بدبختي رامنځ ته کوي. له بلي خوا خلک له انتخاباتو سره مخامخ دي، کمپاينونه روان دي، تر څنګ يي بيا داسي مسايل رامنځ ته کيږي، دا ډول مسايل خلک ويروي. خلکو ته ډول ډول سوالونه پيدا کوي، خلک ډيري بي علاقي شوي، نن دوهمه ورځ (سه شنبي د جون ۳۰) ده چي د کندهار د ښار د يوي برخي دکانونه تړلي دي، خلک په تعجب کي دي، زه همدا اوس له ولايت څخه راغلم ، هلته د کورنيو چارو وزير، ښاغلي محمد حنيف اتمر هم راغلي ؤ، هغه سره مو وليدل، يو شمير نور قومي مشران هم راغلي ؤ.

دويچه ويلي:کيداي شي چي د دغو بهرنيو ځواکونو د وسلوال افغان ساتونکو د جوړښت او تشکيل په هکله معلومات راکړي، دوي څوک دي ، د هغوي دنده څه ده او د کومو قوانينو له مخي عمل کوي او د کومو مراجعو په وړاندي مسووليت لري؟

افغان مل: سپيشل فورس ته کسان د مختلفو «لاسونو» د مختلفو کسانو له خوا معرفي کيږي، بدبختي دا ده چي دغه کسان په مستقيم ډول د کومي قانوني مرجعي څخه هغو ته نه معرفي کيږي، دوي د هغو کسانو له خوا معرفي کيږي چي له سپيشل فورس سره نژدي اړيکي او راکړه ورکړه لري. دوي هغه کسان دي چي قانون ته پابندي نه دي، هيڅ اصولو ته پابند نه دي. دوي يا پخواني مليشي دي يا د پخوانيو قوماندانانو منسوب کسان دي چي اوس په ډالرو معاش اخلي. هغوي د شپي له خوا له سپيشل فورس سره ګد عمليات کوي، په عملياتو کي تر زياته حده په تيريو لاس پوري کوي، خلک ځوروي، خلک له دوي څخه شکايت لري. د دوي د دي ناوړه عملونو له له امله خلک په نړيوالو ځواکونو او دولت باندي بي اعتماده شوي دي، دغه کسان هيڅکله د دولت په ګټه کار نه کوي . دا د ايتلافي ځواکونو يوه ستره اشتباه ده، يوه غټه خطا ده. دوي افغانستان ته راغلي، دوي بايد د افغانستان قانون مراعات کړي.

دويچه ويلي: تاسو د ولايتي شورا غړي ياستي آيا کله چي د دولت په چوکات کی يا د بهرنيو ځواکونو له خوا يو امنيتي قوت جوړيوي، لکه دغه محافظين آيا تاسي چي د ولايتي پارلمان حيثيت لري، له تاسو څوک قانوني اجازه اخلي آيا تاسو په داسي مسايلو بحث هم کوي که نه...

افغان مل: مونږ نه يواځي په خپلي شورا کي بلکه په مرکز کي، د ځينو مسوولينو او ارکانو سره هم په دي باره کي خبري کړي دي، ډيري خبري شوي دي، په کراتو او مراتو.... مسأله دا ده چي دلته خارجي قواوي ، اکثره امريکايي قواووي يا سپيشل فورس چي موجودي دي، دلته مرکزي يي په کندهار کي دي، «هغوي د طالبانو د پخواني مشر په کور يا د هغه په قرارګاه کي» پراته دي، دوي اصلا نه د « والي صاحب» خبرو او نه زمونږ او نه د بل چا خبرو ته چندان غوږ نيسي، دوي هر څه په خپل فکر او نظر سرته رسوي. بدبختي دا ده چي د افغانستان دولت هم په دي خبره کي يو تغافل کړي دي. د افغانستا ن دولت چي دغه مخالفت چي نن يي ښکاره کوي، دغه بايد پرون هم ښکاره شوي واي.

دويچه ويلي: تاسو وويل چي د کورني چارو وزير کندهار ته درغلي دي تاسو ورسر وليدل، هغه ته مو خه وويل؟

افغان مل: ما په خپله نن ( د جون ديرشمه) د ولايت په مقر کي له هغه سره وليدل

او زما او د نورو اکثرو ملګرو غوښتنه دا وه چي د دغي قضي عاميلن ډير ژر محاکمه شي او په علني توګه، سزا دي ورته ورکړاي شي.

عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل