د کندهار خلک د بریښنا د کموالې سرټکوې
۱۳۹۰ دی ۲۷, سهشنبهاوس مهال د يوه يا دوو توربينونو په فعاليت سره د هلمند او کندهار ولایتونو ته بريښنا ورکوي چې د چارواکو په وينا د بريښنا هغه ولتاژ نه پوره کوي چې د دواړو ولايتونو بسنه دي وکړي.
دولت او مرستندويه ټولنو د تيرو لسو کلونو په جریان کښي د جنراتورونو په ذريعه د ډيزلي بريښنا امکانات هم برابر کړل خو د دغو امکاناتو د برابرولو سربیره په ورځو ورځو او حتی په اونيو اونيو بريښنا نه وي.
اوس مهال د بريښنا نه موجوديت يوه ډيره لويه ستونزه بلل کيږي.دا چې اوس مهال د ژمي سړه څپه ده او له بلي خوا د آزاد بازار تر نامه لاندې د سوون د توکو د بیلګې په توګه د ګازو، تيلو اوسکرو نرخونه هم آسمان ته ختلي بریښنا ته د خلکو اړتیا لا پسې زیاته شوې ده.
او له بلي خوا د تيرو وچکاليو او په ځمکه کښې د ژورو او غيري مسلکي برمو وهل د اوبو د سطحې د ټيټیدو لامل ګرځیدلې دی.د بريښنا په نه موجوديت سره خلګ د څښاک د پاکو اوبو د نشتون سره لاس او ګریوان دي.
د ګڼ شمير خلګو په وينا که دولت يوه نه بله ورځ هم د بريښنا امکانات موږ ته برابر کړي دا به ېې مونږ ته ډیر لوې کار کړې وي د بلې خوا د کندهار د بريښنا ريس انجنير فضل احمد وايي:
« دا چې سږ کال هم تر دا مهاله ورښتونه نه دي سوي او د کجکي په بند کښي د زيرمه سويو اوبو سطحه ټیټه سوي ده، او له بلي خوا د ډيزلي بريښنا لپاره اکثرا وخت د سوون د توکو امکانات هم په لاس کې نه لرې طبعي خبره ده چه د بريښنا د کمبود سره مخ کيږو»
دا په داسی حال کې ده چې د کجکي د بند د رغلو لپاره کلونه مخکي په خپله ولس مشر ښاغلي حامد کرزي د رسنیو مخې ته د مليونونو ډالرو د لګښت او بودجي څرګندونې کړي وې
د کندهار د اوسيدونکو په وينا تردي مهاله نه بيا چا د کجکي د بند د رغولو غږ واوريده او نه هم بيا چا د اعلان سويو مليونونو ډالرو د مصرف او نه مصرف څرګندوني واوريدي.
محمد ابراهیم نړیوال/کندهار
کتونکې/ شمس الرحمان ناصر