1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار خامک گنډونکي د حکومت مرسته غواړي

۱۳۹۰ مرداد ۲۲, شنبه

د کندهار په سلګونو خامک گنډونکي مېرمني شکايت لري چي د لاسي کارونو مرکزونه د دوى د مياشتو مياشتو زيار او زحمت په نه څه ځني رانيسي او هغوى يې بيا په بازار کي د خپلي ګټي په موخه په لوړه بعيه پلوري.

https://p.dw.com/p/12G1a
انځور: DW

کريمه او سعيده دوې هغه مېرمني دي چي له يادو ستونزو څخه پرده پورته کوي او وايي چي: دلاسي خامک کارځايونه يوه جوړه سوي لاسي غاړه چي په اصل کي لس زره افغانۍ بعيه لري له دوى څخه يې په درې زره افغانيوپېري.

دغه مېرمني زياتوي چي ګوتي د دوى شنې کيږي خو ګټه يې د نورو جېبونو ته لويږي. د کندهار ښار اوسېدوکې کريمه پدې هکله وايي:

« د دغو مؤسيسوڅخه چي موږ کارونه اخلو، ګټه يې موږ ته نه پاتيږي بلکه د دوى په خپلوجېبونوکي لويږي. نوموږغواړو چي دغه کار چي موږ يې کوو موږ ته دي يې سمه حق الزحمه راکول سي. مثلا يوه غاړه چي دوى موږته په درې زره راکوي هغه په بازارکي په لس زره دوى خرڅوي. اوس موږ د حکومت څخه غواړو چي داسي يو مارکيټ راته جوړکړي چي موږهلته خپل په لاس جوړکړي توکي په مناسبه بعيه خرڅ کړو.»

د کندهار سره تړاو درلودونکې يوه بېله مېرمنه سعيده وايي:

« خپل په خامک کنډولو خپله ګذاره کوم چي غاړي رغوم. په دغه خامک باندي غواړم د خپلي کورنۍ سره مرسته وکړم. له دولت څخه غواړو چي يوبازار يا مارکيټ راته جوړکړي چي هلته خپل دلاس جوړسوي شيان په ښه بعيه خرڅ کړو او خپل ځانته يوه ښه ګذاره برابره کړو.»

خالده نوري په کندهار کي يوه له دغسي ميرمنو څخه ده چي په کندهار کي د لاسي صنايعو يوکارځاى لري. نوموړې په کندهارکي دښځويادي ستونزي مني خووايي چي که په دې لاره کي د کندهار د مېرمنو د چارو رياست خپل مسؤليت سرته ورسوي نوپه دې برخه کي به پرتې ستونزي تر ډېره ځايه حل سي. نوموړې وايي:

« زه داخبره تايدوم چي ټولني اضافه مفاد اخلي اوښځو ته لږ مفاد ورکوي. خو ښځي دا کار کوي چي دوى سختي مجبوري دي او دغه لږپيسې په ډېره حسابوي. زه فکر کومه چي که د کندهار د ښځو چارو رياست تقويه سي ښه به وي ځکه هغه يوازي دښځو لپاره کارکوي اوښځي هم بيا دوى ته مراجعه کوي اوپه دې سره به دواړه خوښ وي.»

د کندهار د ښځو د چارو رياست مرستياله اغلې سهيلا هم مني چي په کندهار کي د هغو ښځو چي د لاسي کارونو په واسطه د خپلي کورنۍ سره مرسته کوي د دوى د زحمت ګټه د دوى پرځاى د نورو جېبونو ته لويږي:

« د کندهار د ښځو د چارو د رياست ستونزي دا دي چي اول موږمسلکي کسان نه لرو: مثلا يوه پروژه موږ ته راکول کيږي موږ نه سو کولاى چي ژر يو نهاد پيداکړو او دوى دا پروژه مخته يوسي . نوکه زموږ سره مسلکي کسان وي بيا نودا پروژې ژر پيليږي او د ميرمنو ستونزي هم ورسره حل کيږي.»


په کندهارکي د ي وبل لاسي کارونو د کارځاى مسؤلين بيا وايي چي دوى خپلي چاري د يومنظم پلان له مخي سرته رسوي. ددوى په خبره دوى هرڅه ته حساب کوي. دوی وايي چي هغه پيسې چي ورته پاتيږي ديوې ټاکلي سلني په راګرځولوسره نوري پيسې کارګروميرمنوته سپاري. مريمه درانۍ چي په کندهار کي د خديجه الکبراى په نامه دميرمنو لپاره د لاسي او فرهنګي چارو د ودي په نامه يوه ټولنه لري وايي:

« موږاوزموږپه څېر نوري ټولني د يوه منظم پلان له مخي خپلي چاري مخته بيايو. هرڅه ته حساب کوو او د ټولي ګټي څخه يوه ټاکلې اندازه فيصدي راګرځوو او نوري ټولي کارګرو ميرمنو ته سپارو.»

په کندهارکي نه يوازي هغه مېرمني چي زده کړي نه لري بلکي هغه ميرمني چي د ناامنيو له کبله په دولتي اوغيري دولتي دفترونو کي وظيفې اجرا کولو ته زړه نه ښه کوي، هغوى هم د خپلي کورنۍ د اقتصادي پياوړتيا په موخه د لاسي صنايع څخه په ګټي اخيستني سره خپل ژوند پر مخ بيايي. دوى په دې هيله دي چي يوه داسي ورځ راسي چي دوى په ارام زړه په دولتي اوغيري دولتي اداروکي دخپلي کورنۍ سره په اقتصادي اړخ کي مرسته وکړي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/کندهار
کتونکی: احمدولي اڅکزی