1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کندز په اطرافو کې لا هم جگړه نه ده ختمه

۱۳۹۵ مهر ۱۴, چهارشنبه

په کندز ولایت کې د افغان چارواکو په وینا د دریمې ورځې له پاره هم د وسله والو طالبانو او یاغیانو تر منځ جگړه روانه ده. په عین وخت کې د افغانستان په ختیځ کې د یوه امریکایي سرتیري د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/2QsZs
Afghanistan Kämpfe gegen Taliban in Kundus
انځور: Reuters/N. Wakif

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د کندز د پولیسو مشر جنرال قسیم جنگل باغ، له قوله لیکلي دي چې طالبانو د چهارشنبې په سهار له سویل او ختیځ څخه پر افغان ځواکونو باندې تازه بریدونه کړي دي.

د جنگل باغ په خبره د ښار دننه تصفیوي عملیات پیل شوي دي خو د ښار په اطرافو کې جگړه روانه ده.

نوموړي خبري آژانس د کندز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي، له قوله لیکلي دي چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو د یرغل د پېل راهیسې د خوراکي توکو بیې درې ځله لوړې شوي دي. د هغه په خبره د خوړو، اوبو او بریښنا د لاسرسي په برخه کې کمی شته.

په افغانستان کې د امریکایي سرتیري وژل کیدل

د امریکا متحدو ایالاتو پوځ د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې په ننگرهار ولایت کې یو امریکایي سرتیری چې له افغان امنیتي ځواکونو سره پر گزمه وو، په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د آلمان خبري آژانس د امریکايي پوځ په حواله لیکلي دي چې د دوی سرتیري د داعش پر ضد د ترهگرۍ ضد ماموریت کې برخه لرله چې د گزمې پر مهال په لاس جوړ شوی بم پرې وچاودید.