د کندز پر روغتون د هوایي برید تلفات ۴۲ تنو ته لوړ شول
۱۳۹۴ آذر ۲۱, شنبه
بې سرحده ډاکټرانو ویلي دي چې په کندز کې د هغوی پر یوه روغتون باندې په اکتوبر میاشت کې د امریکایي ځواکونو د هوایي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۴۲ تنو ته رسیدلی دی. تر دې مخکې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۰ تنه ښوول شوی وو.
د دې سازمان له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «تر دې مخکې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، د وژل شویو کسانو شمیر ۳۰ ښولی وو خو اوس دغه سازمان دا خبره تاییدوي چې د وژل شویو کسانو شمیر ۴۲ تنو ته لوړ شوی دی. دغه نوې شمیره د بې سرحده ډاکټرانو د اسنادو، د کورنیو د ادعاو او ناروغانو د ادعاو تر کره کتنې وروسته او همداراز د کورنیو د اظهاراتو تر اوریدو وروسته، اعلان شوې ده.»
د خپرې شوې بیانیې په حواله په وژل شویو کسانو کې د بې سرحده ډاکټرانو ۱۴ کارکوونکي، ۲۴ ناروغان او څلور ساتونکي شامل دي.
د اکتوبر میاشت پر دریمه نیټه پر کندز ولایت باندې د طالبانو د برید پر مهال، امریکایي الوتکو د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې برید وکړ چې له نړیوالې غندنې سره مخامخ شو.
په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان کمپیل، وویل چې دغه برید د «انسانی خطا» له کبله ترسره شوی وو. خو بې سرحده ډاکټرانو دغه برید یو جنګي جنایت بلل دی او د هغه په اړه یې د یوې نړیوالې څیړنې غوښتنه کړې ده. خو د دغه شان یوې څیړنې د پیلیدو له پاره باید افغانستان او امریکا متحده ایالات موافقه وکړي، چې لا تر اوسه پورې یوه هیواد هم په دې کار لاس نه دی پورې کړی.