1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز ولايت دشت ارچي ولسوالۍ هم سقوط وکړ

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۱, دوشنبه

افغان چارواکي وايي چي وسله والو طالبانو له افغان امنيتي ځواک سره تر سختي جگړې وروسته د کندز ولايت يوه بله ولسوالي هم ونيوله. د يکشنبې په ورځ د دغه ولايت چهاردرې ولسوالي هم طالبانو ونیوله.

https://p.dw.com/p/1FkZ8
انځور: picture-alliance/dpa/J. Karger
د کندز ولايت د ولايتي شورا رئيس محمد يوسف ايوبي، نن دوشنبه (۲۰۱۵م کال د جون مياشتي ۲۲مه) اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغه ولايت دشت ارچي ولسوالي هم طالبانو ونيوله.
د ايوبي په خبره وسله والو طالبانو له څلور اړخونو پر دغي ولسوالۍ باندي يرغل کړی او د دوشنبې په سهار ئې دغي ولسوالۍ ته سقوط ورکړی او بشپړه ئې په خپل کنترول کي راوستې ده.
هغه ويلي دي چي د پوليسو او محلي ځواک د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري دقيق معلومات نه لري.
ايوبي ويلي دي چي له دغي ولسوالۍ څخه نزدې ۱۵۰ زره انسانان وتلو ته مجبوره سوي دي. افغان امنيتي چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو د يوه برېښنا ليک له لاري رسنيو ته تائيد کړې ده چي ولسوالي ئې نيولې ده او پر دې سربيره ئې د وسلو زيرمه او څلور ټانکونه لاس ته ورغلي دي. دوی ادعا کړې ده چي ولسوالي ئې د يکشنبې په ورځ نيولې ده.
دا په داسي حال کي ده چي وسله والو طالبانو د يکشنبې په ورځ د کندز ولايت چهار دره ولسوالي هم ونيوله.
د روان کال په اپريل مياشت کي هم پر کندز ولايت د وسله والو طالبانوت يو پراخ يرغل افغان امنيتي ځواکونو پر شا وتمباوه.