1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز۸۰ کلي او د سرپل يوه ولسوالي طالبانو نيولي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۶, سه‌شنبه

د کندز ولايت چارواکي وايي چي وسله والو طالبانو د يوې ولسوالۍ ۸۰ کلي نيولي دي. او د سرپل پوليسو بيا ويلي دي چي تر څو ورځو سختو جگړو وروسته طالبانو د دغه ولايت يو اداري واحد په خپل کنترول کي راوستی دئ.

https://p.dw.com/p/1G5bL
انځور: Reuters/O. Sobhani

د کندز د ولايتي شورا رئيس محمد يوسف ايوبي، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جولای ۲۸) په سيمه کي رسنيو ته ويلي دي چي وسله والو طالبانو د دغه ولايت پر خان آباد ولسوالۍ يرغل کړی او له محلي پوليسو سره د جنگ پرمهال ئې ۸۰ کلي نيولي دي.

هغه ويلي دي: «په دغه يرغل کي د کلي ۱۴ انسانان وژل سوي او ټپيان سوي دي او په سوونو نور ملکي وگړي نورو ولسواليو ته تښتېدلي دي.»

د کندز د والي وياند عبدالودود واحدي له دويچه ويله سره په خبرو کي دا تائيد کړه چي وسله والو طالبانو د دغه ولايت د خان آباد ولسوالۍ د اقتاش سيمي کلي نيولي دي.

هغه وويل: «دغه سیمه چي د دولت په کنترول کي نه وه او يوازي سيمه ييزو خلکو ساتله، وسله والو طالبانو پرې يرغل کړی او نيولې ئې ده.»

واحيدي په دې اړه نور جزئيان ور نه کړل او وئې ويل چي تر څېړونو ورروسته به نور معلومات له رسنيو سره شريک کړي.

وسله والو طالبانو له څو مياشتو راهيسي په ځانگړې توگه د افغانستان په شمال کي خپلو يرغلونو ته زور ورکړی دئ.

څه موده دمخه هم لومړی د کندز ولايت د چار درې ولسوالي او بيا دشت ارچي ولسوالي وسله والو طالبانو نيولي وې چي تر څو ورځو سختو جگړو وروسته افغان امنيتي ځواکونو بيرته ونيولې.

په سرپل کي ولسوالي نيول سوې

د سري پل ولايت امنيتي چارواکي وايي چي وسله والو طالبانو تر څو ورځو جگړې وروسته د دغه ولايت يو اداري واحد نيولی دئ. طالبانو هم د يوې خبر پاڼي په خپرولو سره ويلي دي چي د افغانستان په شمال کي ئې يوه بله ولسوالي نيولې ده.

د سري پل ولايت د پوليسو وياند امان الله امان، ويلي دي چي د سه شنبې ورځي په سهار وختي په سوونو طالبانو له څو اړخونو د دغه ولايت پر کوهستاناتو ولسوالۍ يرغل وکړ او د ولسوالۍ مقر ئې نيولی دئ.

د سرپل د پوليسو مشر جنرال محمد آصف جبارخېل تر دې دمخه ويلي ول چي د يکشنبې په ورځ د پوليسو يو قوماندان او ۷ پوليس هغه مهال وسله والو طالبانو ته تسليم سول چي طالبانو ئې پوسته کلابنده کړه.

له بلي خوا بيا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي، رسنيو ته په يوه لېږل سوي پيغام کي ويلي دي چي اوس د دوی جنگياليو ټوله ولسوالي په خپل کنترول کي لري او د پوليسو موټر او مهمات ئې نيولي دي.

د افغانستان په شمال کي د وسله والو طالبانو يرغلونو له څو مياشتو راهيسي زور اخيستی دئ.

له هغه وخت راهيسي چي د افغانستان امنيتي مسئوليت ته يوازي افغان امنيتي ځواک اوږه ورکړې ده، د دغه هيواد په شمال کي په وارو وار بشپړي ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کي راغلي دي.