1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کمپيوټري ارقامو د غلا او خرڅلاو بازار تود دی

رېچل بایګ/ نیسم صابر۱۳۹۲ مرداد ۵, شنبه

د بانکي حساب شمېرې، تجارتي رازونه، شخصي معلومات او دې ته ورته ارقام په کمپیوټرونو کې ثبتیږي. ډیر خلک دې ته پاملرنه نه کوي چې کمپیوټرونه خوندي نه دي او غله ورته په آسانۍ لاس رسی پیدا کولای شي.

https://p.dw.com/p/19F9N
انځور: picture-alliance/dpa

د کمپيوټر کارپوه، تورالف ديرو له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې «انترنېټي غله کال په کال د ۴۰۰ مليارده امريکايي ډالرو په مقدار مالي زيان اړوي.» دا د ده په خبره د مخدره موادو د خرڅلاو د عايداتو په پرتله نيمه برخه ده.

«دغه د پيسو لوړ مقدار په مختلفو برخو کې د بريدونو له کبله رامنځ ته کيږي. هغه د فکري ملکيت له غلا نه نيولې د کريډيت کارټ تر درغليو پورې رسيږي»، دغه خبره تورالف ديرو کوي چې له امريکايي «مک افي» نومي شرکت سره کار کوي. د ده کمپنۍ د کمپيوټري خونديتوب سافټ وېر خرڅوي چې په دې وروستيو کې يې يوه څېړنه هم خپره کړې ده. د دغې څېړنې له مخې سايبري يا کمپيوټري جرمونه په يو ډېر ګټه لرونکي او پراخېدونکي تجارت بدل شوي دي.

ديرو د دې لامل دا بولي چې سايبري جرمونه ډېر آسانه شوي دي چې هر څوک ورته لاس رسی لري. نوموړی زياتوي: «سړی بايد يوازې ځان په دې خبر کړي چې اړونده پروګرامونه او آسانتياوې چېرته په انترنېټ کې پيدا کيږي.»

خو ټول کارپوهان بيا د ديرو له نظر سره موافق نه دی. هاوکه لګينګ چې د ارقامو د خونديتوب کارپوه دی وايي چې «د ډېرې مودې راهيسې داسې ده چې د سايبري مجرم د جوړېدو له پاره سړی نور تخصص ته اړتيا نه لري، خو داسې هم نه ده چې هر عادي سړی دې دغسې کارونه تر سره کړای شي.» نوموړی له ديرو سره يوه خبره مني، هغه دا چې د سايبري جرمونو بازار په چټکه توګه وده کوي.

د «سايبري جرمونو او خدماتو بازار» ډېره چټکه وده کوي

د سايبري بريدونو د پېښو د شمېر او پېچلتيا کچه د «مک افي» شرکت د څېړنې له مخې له دې کبله هم لوړه شوې ده چې په نړۍ کې داسې د «سايبري جرمونو خدماتي بازار» رامنځ ته شوی دی چې تل د ودې په حال کې وي. په دغه بازار کې مجرمين او سايبري غله معلومات او غلا شوي ارقام په يو بل باندې پلوري.

تر ټولو په زړه پورې پوهه، چې ښه خرڅيږي، د ډېر استعمالېدونکو پروګرامونو، لکه مايکروسافت وورډ، د کمزوريو په اړه معلومات دي. کله چې دغسې يوه کمزوري وموندل او ترې ګټه واخيستلای شي، نو کارپوهان ورته «اکسپلويت» وايي، چې په شاوخوا ۳۰۰۰۰ امريکايي ډالرو خرڅيږي. د مک افي په خبره د «اپل» شرکت په اوپرېتينګ سيستم کې د کمزوريو اکسپلويت يعنې موندنه او ورڅخه ګټه اخيستنه آن تر ۲۵۰۰۰۰ (دوه نيم لکه) امريکايي ډالرو پورې عايدات لرلای شي.

تورالف دیرو، د مک افي شرکت د کمپیوټري خوندیتوب کارپوه
تورالف دیرو، د مک افي شرکت د کمپیوټري خوندیتوب کارپوهانځور: DW/F. Schmidt

په کمپيوټري پروګرامونو کې د کمزوريو په اړه پوهه له دې کبله ګرانه ده چې جوړونکي شرکتونه د کمزوريو د لېرې کولو له پاره وخت ته اړتيا لري. په دغه وخت کې مجرمين او انترنېټي غله په آسانۍ بريدونه تر سره کولای شي. هکران له اړوندو شرکتونو څخه د خپلو معلوماتو په بدل کې باج هم اخيستلی شي.

د ارقامو غلا د بريد د موخې په توګه

د بريدونو هدف د شرکتونو يا شخصي خلکو کمپيوټرونه دي. بريد کوونکي په مجازي ډول کمپيوټرو ته ورننوځي او د ساري په ډول د برېښناليک پتې، د شرکت داخلي معلومات يا د کرېډيت کارټ شمېرې غلا کوي. په داسې حال کې چې داخلي معلومات په سيالو شرکتونو باندې خرڅيږي يا د باج اخيستلو په موخه کاريږي، د برېښناليک پتو غلا د اصلي جرم له پاره لومړی ګام دی. مجرمين ارقام راټولوي او هغه بيا د بستو په توګه په تور بازار کې خرڅوي.

د مک افي شرکت وايي چې لس ميليونه د برېښناليک پتې په ۹۰۰ ډالرو پلورل کيږي. دغو پتو ته بيا برېښناليکونه لېږي چې خطرناک فايلونه ورپورې نښلول شوي وي. څوک چې دغه شان يو فايل په خپل کمپيوټر کې پرانيزي، مضر سافټ وېر کمپيوټر ته کښته کوي، چې انترنېټي غله پرې کمپيوټر ته لاسرسی پيدا کوي. د ارقامو د خونديتوب کارپوه، لګينګ وايي چې «د بانکونو او کرېډيت کارټونو ارقام د سايبري بريدونو يو اصلي هدف دی.» دغه ارقام هم په تور بازار کې پلورل کيږي.

د مک افي د څېړنې له مخې د امريکا په متحده آيالاتو کې غلا شوې د کرېډيت کارټ شمېرې په ۱۵ تر ۸۰ پورې امريکايي ډالرو خرڅيږي، په داسې حال کې چې آلماني شمېرې په ۱۵۰ امريکايي ډالرو پلورل کيږي. په پای کې غله په دغو غلا شويو ارقامو په ټوله نړۍ کې سودا کولای شي.