د کلیساو شورا: د افغان مهاجرو اخراج دي ودرول شي
۱۳۹۶ فروردین ۱۵, سهشنبهد دوشنبې په ورځ د آلمان په درسدن ښار کې د مسیحي پروتستانت کلیساو شورا د رایو په اکثریت سره یو پریکړه لیک صادر کړی دی. د دغه پریکړه لیک پر بنسټ تر راتلونکي خبرتیا پوري باید هیڅ یو مهاجر چې په آلمان کې یې د پناغوښتنه رد شوې وي افغانستان ته وا ه ستول شي.
په دغه پریکړه لیک کې زیاته شوې ده چې هیڅ انسان باید داسې سیمې ته بیرته وا نه ستول شي، چیرې چې جګړه او زورزیاتی یې ژوند ګواښي.
د مسیحي پروتستان کلیساو د شواری د غونډې د بحث اصلې شخړیزه موضوع د راتلونکي لسیزي له پاره په زاکسن ایالت کې د پروتستانت کلیساو د جوړښتي اصلاحاتو ټاکل وو.
په نوموړۍ شورا کې یو سند تصویب شو چې له مخې يې ښاروالۍ یا ناحیې د احتمالي پایلو له پاره ډیر وخت ترلاسه کوي. د دغو اصلاحاتو د څرنګوالي په برخه کې لومړنۍ پریکړې به له ۲۰۱۸م کال څخه عملي شي. همدارنګه په اوږدمهاله پلانونو کې باید د کلیساګانو وړاندیزونو هم خپل نفوذ ولري.
د پروتستان کلیساو د ټولنې مشر اوتو ګوزه، ټینګار وکړ چې د جوړښتونو د اصلاحاتو دغه طرحه تر ۲۰۱۹م کال پوري اعتبار لري. په دې اساس په راتلونکو دوو کلونو کې باید د کلیساګانو د کشیشانو شمیر شاوخوا ۹ سلنه را کم شي. د کلیساو د شورا رهبري د پلان له مخې تر۲۰۴۰م کال پوري باید په تدریج سره د کشیشانو شمیر۴۰ سلنه را ټیټ شي.
د ګوزه، په خبره په دې ترتیب ایالتي کلیساوې هر کال د ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۳۰۰۰ پورې غړي یا حق العضویت ورکوونکي له لاسه ورکوي. د اټکلونو له مخې په راتلونکو ۲۵ کلونو کې به د کلیساو د غړو اوسنې شمیر چې ۷۰۰ زره دی ۴۱۶ زرو ته راټیټ شي.
د پروتستانت کلیساو شورای چې «زینوده» ورته ویل کیږي هغه اروګان دی چې د زاکسن ایالتي حکومت ته قوانین معرفي کوي. دغه شورا په کال کې دوه واره په پسرلي او مني کې غونډې لري او د دغې شورا غړي پکښې سره راټولیږي.
زموږ له ارشيف څخه: