1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کلنټن بريا او د جمهوري غوښتونکو سپکي سپوري

۱۳۹۴ اسفند ۹, یکشنبه

هيلري کلينټن د ولسمشرۍ په مقدماتي انتخاباتو کې خپل دموکرات سيال، بېرني سېنډرس، مات کړی دی. د جمهوري غوښتونکو د مقدماتي منډو تړرو سويه لا پسې ټيټه شوې ده.

https://p.dw.com/p/1I3cy
USA Vorwahl Demokraten in South Carolina - Sieg Hillary Clinton
انځور: Reuters/J. Ernst

د امريکا متحدو آيالاتو د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې د لومړنيو ارزونو له مخې د ولسمشرۍ له پاره د نوماندۍ مقدماتي ټاکنې په جنوبي کارولينا آيالت کې په څرګند ډول ګټلې دي. د ټولو رايو تر شمېرلو وروسته پخوانۍ لومړۍ مېرمن، کلينټن، ۷۳،۵ سلنه رايې يوړلې، د هغې رقيب بېرني سېنډرس يوازې ۲۶ سلنه رايې تر لاسه کړې. کلينټن د دغه آيالت په مرکز، کولمبيا، کې په خپله وينا کې وويل چې «دا کار به اوس په ټول هېواد کې هم وکړو.»

سېنډرس، چې په وېرمونت کې سېناتور دی او ځان سوسياليستي دموکرات بولي، ګلينټن ته مبارکي ورکړه. کلينټن دغې د دموکرات ګوند خپلمنځۍ سيالۍ ته د مخکښې په توګه وردانګلي ول. سېنډرس په ورته وخت کې د تويتر له لارې ډاډ څرګند کړ چې اصلي سيالي لا په مخکې پرته ده.

د امريکا په دغه جنوب ختيځ آيالت کې د دموکراتانو لوی شمېر رايه ورکوونکي افريقايي امريکايان چې کلينټن پکې ډېر پلويان لري. د لومړنيو ارزونو له مخې کلينټن د زړو تورپوستو رايه ورکوونکو کابو سل سلنه رايې اخيستې دي.

دا د آيووا او نېوادا آيالتونو وروسته د کلينټن دريمه بريا ده، په داسې حال کې چې سېنډرس يوازې په نيو هېمپشير آيالت کې بريالی شوی وو. کلينټن اوس ډېره پياوړې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د «سيوپر تيوسدې» ټاکنو ته مخه کوي چې دموکراتان پکې د امريکا د ولسمشريزو انتخاباتو له پاره خپل اصلي کانديد نوموي.«بدمعاش» د «غولونکي» په وړاندې

په دې ترڅ کې د محافظه کارو جمهوري غوښتونکو کانديدانو په منځ کې په مقدماتي انتخاباتو کې شتمن سوداګر، دونالد ټرمپ، له خپل سيال، مارکو روبيو، سره سخت ټکرونه وکړل. ټرمپ د فلوريدا آيالت سېناتور، روبيو، په ارکانساس آيالت کې د انتخاباتي منډو ترړو په لړ کې «يو سپک وړوکی ناڅيز شی» وباله او همداراز يو بدمعاش او دروغجن. روبيو په خپل وار ټرمپ ته په اشارې سره وويل چې محافظه کاران دې پام وکړي چې د يوه «غولونکي» ښکار ونه ګرځي.

د املاکو ستر تجار، ټرمپ، تر اوسه د جمهوري غوښتونکو کانديدانو په منځ کې مخکې دی. روبيو او تېد کروس غواړي چې مخه يې ونيسي. د «سيوپر تيوسدې» په ورځ د امريکا په ۱۲ آيالتونو کې جمهوري غوښتونکی ګوند مقدماتي ټاکنې تر سره کوي.

د پنجشنبې په ورځ روبيو او ټرمپ په يوه تلويزيوني مناقشه کې يو پر بل باندې سخت تورونه لګولي ول. روبيو د جمعې په ورځ وويل چې ټرمپ د يوې دمې په ترڅ کې ځان ته په هنداره کې کتلي دي، هسې نه چې «پتلون يې لوند شوی وو.» ټرمپ د شنبې په ورځ خپل سيال «وړوکی روبيو» وباله چې آواز يې خورا نری دی. سربېره پر دې «هغه تر ټولو لوی غوږونه لري چې ما تر اوسه پورې ليدلي دي.»

ټرامب د خپلې مېرمنې ملندا سره
ټرامب د خپلې مېرمنې ملندا سرهانځور: Getty Images/K. Winn