1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کلات امنيتي مسئوليت افغان ځواک ته وسپارل سو

۱۳۹۱ آذر ۹, پنجشنبه

زابل د سهيل په کچه څلورم ولايت دى چي تر يوې لسيزي وروسته يې د امنيتي چارو ټول مسؤليت افغان ځواکونوته سپارل کيږي. تر اوسه پوري په مرکز کلات، ښاري صفا او شاه جوى ولسواليو کي امريکايي او رومانيايي سرتيري ميشت ول.

https://p.dw.com/p/16sRU
انځور: Getty Images

دغه درې سره سيمي د کابل کندهار پر لويه لار باندي پرتې دي او د ورځي په زرو مسافرين پر دغه لار تګ راتګ کوي.

د يادو سيمو امنيتي واک د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۸) د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي افغان ځواکونو ته وسپارل سو.

د واک د لېږد په مراسمو کي د زابل والي محمد اشرف ناصري نيوکه وکړه، چي تراوسه پوري لکه څرنګه چي په کار ده مرکزي دولت دوى ته په هماغه کچه پاملرنه نه ده کړې او په دغه ولايت کي ډېر لږ پرمختګ سوى دى.

د ناصري په قول په نظامي برخه کي په تجهزاتو او درنو وسلو د افغان ځواکونو سمبالول او د شمير ډېرول او ملکي برخه کي د برېښنا څخه نيولې تر عمراني پروژو او د سيمي د خلګو اقتصادي پياوړتيا ته د مرکزي دولت او پاته نړيوالو ځواکونو د کلکي پاملرني غوښتنه وکړه:

«نه يوازي زه بلکي د زابل ټول اوسيدونکي په دې اړه له مرکزي دولت څخه ګيله لري، چي د دوى ولايت ته هغه پاملرنه چي په کار وه، نه ده سوې. اوس يو ځل بيا د زابل د ټولو اوسيدونکو په استازيتوب له خپلو لوړپوړو چارواکو څخه هيله کوو، چي موږ هېر نه کړي.»

په مراسمو کي قومي مشرانو اود ولايتي شورا غړو هم له ټولو څانګو څخه وغوښتل چې له دوي سره دي په هره برخه کي مرستي وسي.

د دوى په خبره د زابل ولايت نه يوازي مرکز، بلکي د ډېرو ولسواليو اوسيدونکي له يو عالم ستونزو سره مخامخ دي.

دوى وايي که دولت او نړيوال خپلي ژمني عملي نه کړي نو زابل به په راتلونکې کي له نورو ستونزو سره هم مخامخ سي.

د زابل ولايت شمالي ولسوالي خاک افغان اوس هم د وسله والو طالبانو په لاس کي ده او د يوشمير نورو ولسواليو خلګ هم شکايت کوي چي لاري يې تړلي او د ژوند له لومړنيو اسانتياو څخه بې برخي دي.

زابل په سهيل کي د ډېورنډ کرښي ته پروت ولايت دى، چي ختيځ پلو يې له پکتيکا او په شمالي برخو کي بيا له روزګان، غزني او کندهار له شاه وليکوټ ولسوالۍ سره غرنۍ پوله لري.

د نظامي چارو کتوونکي وايي د زابل امنيتي وضعيت پر يادو ټولو ولايتونو مستقيمه اغيزه لري.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل