1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کشمير پر جنجالي پوله بيا نښتي سوي

۱۳۸۹ خرداد ۲, یکشنبه

د پاکستان پوځ نن وويل، چي د کشمير په شخړه ايزه پوله کي هندي ځواکونو يو پاکستانی سر تيری وژلی دی. د هنديو وياند وويل، چي په لومړي سر کي د هغوئ پر ځواکونو بريد وسو...

https://p.dw.com/p/NVLI
د دواړو هيوادونو پوځيان د کشمير په لانجمنه سيمه کي
د دواړو هيوادونو پوځيان د کشمير په لانجمنه سيمه کيانځور: AP

د دغو دواړو په هستوي وسلو سمبال ګاونديو هيوادونو تر منځ اړيکي د 2008 کال په نومبر کي وروسته تر هغه سړې سوې، چي يو شمير زور پالونکي چي مقر يي په پاکستان کي دی، په مومبی کي په خونړيو حملو لاس پوري کړی.

خو د هند او پاکستان لومړيو وزيرانو تيره مياشت په بهوتان کي د يوه سيمه ايز کنفرانس په څڼده کي سره وليدل او موافقه يې وکړه، چي د خپل منځي شخړو د حل دپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د پاکستان پوځ د هند دا ادعا رده کړه، چي د کشمير په شخړه ايزه پوله کي لومړی بريد د پاکستاني ځواکونو له خوا سوی، هغه بالقمابل هند تورن کړی، چي لومړی ډز هغوئ وکړی او يو پاکستانی عسکر يي وواژه.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کي راغلي دي، چي اسلام آباد نوي ډهلي ته خپل احتجاج استولی دی او په سيمه کي د دواړو هيوادونو د قوماندانانو ديوې غوندي غوښتنه يې کړې ده.

د هند پوځ يو وياند، ډګرمن، بيپلاب نات، وويل، چي په دغه نښته کي هندي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اړول سوې. هغه وويل: « پر موږ باندي ټکان وسول. موږ بيرته جواب ورکئ.»

هند وخت ناوخته پاکستان تورنوي، چي د کشمير په شخړه ايزه سیمه کي ګډوډي را پيدا کوی تر څو مسلمان اورپکي د هند تر ادارې لاندي کشمير ته تير سي او هلته د هندپر خلاف د کشميري مسلمانانو د بغاوت سره يوځای سي.

خو د هند د پوځ وياند، نات،وويل، هغه نه سي ويلای، چي آيا دغه وروستۍ ډزي د زور پالونکو دخوا سوي که د پاکستان د پوځ.هغه وويل د پولي په دغه سيمه کي د می پر 18 يعني د تيري سه شنبې په ورځ په يوه بله سرحدي نښته کي دوه هندي سرتيري ووژل سول.

پاکستان د هند تر ادارې لاندي کشمير کي د هغو مسلمانانوڅخه چي «آزاد بښونکي مبارزه» وايي،ملاتړ کوي او د کشمير پر دغه سمه باندي د هند واکمني غير قانوني ګني.

پاکستان وايي، چي د ياغيانو سره چي د 1989 کال څخه را په دې خوا په وسلواله جګړه بوخت دي، پوځي مرسته نه کوي.

هند او پاکستان 1947 کال څخه را په دي خوا کله چي پاکستان د هند څخه جلاسو، درې واري د جګړې ډګر ته سر وتلي دي،چي دوه واري د کشمير پر سر ول.

AG/Reuters/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل