د کریمیا له پاره برخلیک ټاکونکي ورځ
۱۳۹۲ اسفند ۲۵, یکشنبهنن د یکشنې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د مارچ میاشتې ۱۶مه) د کریمیا د نیمه ټاپو له ۱،۸ میلیونو اوسیدونکو څخه غوښتنه شوې ده چې له روسيي سره د دغه نیمه خود مختاره جمهوریت د یوځای کیدو په هکله په لانجمن ریفرنډم کې برخه واخلي.
د منځنۍ اروپا پر وخت به د سهار له ۷ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې تر ۱۲۰۰ ډیرې ټاکنیزې حوزې فعاله وي. د دغه ریفرنډم پایلې به په همدغه شپه اعلان شي.
په عین وخت کې د فرانس پرېس خبري آژانس له کیف څخه د رارسیدولو رپوټونو په حواله ویلي دي چې د اوکرایین مؤقت حکومت ادعا کړی ده چې نزدی ۸۰ تنو روسي سرتیرو د کریمیا په شمال کې د Strilkove په نامه سیمه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.
اوکرایین له خپل دغې سیمې یا کلي څخه په عاجله توگه د روسي پوځونو د ویستلو غوښتنه کړې ده او خبرداری يي ورکړی دی چې اوکرایین به د دغه برید د ځواب ورکولو له پاره خپل ټول امکانات پر کار واچوي.
د اوکرایین د بهرنیو چارو د وزارت د وینا له مخې کله چې روسي پوځونه دغې سیمي ته ور ننوتل نو دوی د څلورو چورلکو او درو زري موټرو ملاتړ له ځانه سره درلود.
له بل پلوه ځایي رسنیو د یوه نامعلوم روسي پوځې افسر له خولي ویلي دي چې روسي پوځ دغه عملیات د گاز پر یوه ویشوونکي مرکز د احتمالي ترهگریز برید د مخنیوي په موخه دغه گام اخیستی دی.
په کریمیا کې روسي پلوه چارواکو هم ویلي دي چې د نشنلستانو له خوا د گاز ویشلو پر مرکز باندې د بریدونو وروسته، روسي پوځونو په دفاعي ډول دغه سیمه تر خپل کنترول لاندی راوستې ده.
د کریمیا اکثره اوسیدونکي په روسي ژبه خبرې کوي او ویل کیږي چې خلک يي د مسکو له حکومت سره خواخوږي لري. تر ۱۹۵۴ میلادي کاله پورې کریمیا د روسيې یوه برخه وه چې له همدې امله د دغې سیمي اکثره اوسیدونکي روسان دي. د دې خبري قوي امکان لیدل کیږي چې په نني ریفرنډم یا ټولپوښتنه کې به له روسيې سره د الحاق موضوع ومنل شي.
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په کریمیا کې د روسیې مداخله غندلې ده
په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیر سمانتها پاور، په سویلي اوکراین کې د روسي پوځونو تازه مخ پروړاندې تگ یو اشغالگر عمل بللی دی. د شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا کې په کریمیا کې د ټولپوښتنې په هکله یو پریکړه لیک هم وړاندې کړای شو.
دغه پریکړه لیک چې د کریمیا ریفرنډم پکښې غندل شوی وو د روسيې له خوا ویتو شو. په دې هکله چین د رای ورکولو څخه ډډه وکړه او د امنیت د شورا له ۱۵ استازو څخه ۱۳ يې د دغه پریکړه لیک په پلوي توب رایه ورکړه.
په دغه پریکړه لیک کې د کریمیا ریفرنډم غیر قانوني بلل شوی دی او زیاته شوې چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته باید احترام وشي.