د کرکیټ په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ بریا
د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ د نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ بریا تر لاسه کړه. افغانستان تر یوې په زړه پورې لوبې وروسته سکاټلنډ ته ماتې ورکړه. تر دې دمخه افغانستان خپلې دوې لوبې بایللي وې.
افغانستان د لومړي ځل له پاره د کرکیټ د نړیوال جام په سیالیو کې لوبیږي او د پنجشنبې په ورځ یې د لومړي ځل له پاره د دغو سیالیو په یوه لوبه کې بریا خپله کړه. لومړې منډې سکاټلنډ وکړې او په پنځوسو اوورنو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۰ منډې وکړې.
په ننۍ لوبه کې افغان بالران ډیر ښه وځلیدل او له لومړي سره یې د سکاټلنډ توپ وهونکي تر فشار لاندې راوستي راوستي وو.
د افغانستان له لوري په ننۍ لوبه کې د مخالفې لوبډلې تر ټولو زیات لوبغاړي شاپور ځدراڼ او دولت ځدراڼ وسوځول. شاپور څلور او دولت درې ویکټې واخیستې. حمید حسن، محمد نبي او گلبدین نایب هم د مخالفې لوبډلې یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.
د ۲۱۰ منډو د پوره کولو له پاره افغانستان له احتیاطه ډکه پیل وکړ او تر ۴۲ منډو یې کوم لبوبغاړی نه وو سوځیدلی، خو تر هغې وروسته د افغانستان لوبغاړي يو په بل پسې ژر، ژر وسوځیدل او د سلو منډو د پوره کیدو د مخه یې اووه لوبغاړي له میدانه بیرته ستانه شوي وو.
یو وخت داسې بریښده چې ښایي په ننۍ لوبه کې د افغانستان لوبډله پر خپلې سیالې لوبډلې برلاسې نه شي.
سکاټلنډي بالرانو هم له افغان توپ وهونکو لاره ورکه کړې وه. بیرنگټن د افغان لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.
خو سمیع الله شینواري وو چې په ډیره سړه سینه یې لوبه وکړه او د افغانستان په ننۍ بریا کې یې لوی نقش لاره. له ده سره دولت ځدراڼ هم ښه ملگرتیا وکړه. جاوید احمدي په ننۍ لوبه کې ۵۱ وکړې.
د نړیوال جام سیالۍ په آسترالیا او نیوزیلنډ کې تر سره کیږي. لوبې ته ډیری شمیر افغانان هم ورغلي وو .
په نیوزیلنډ کې میشت افغانانو چېې د دغې لوبې لیدو ته ورغلي وو، له خپل ځانه سرخ د افغانستان بیرغونه لیږدول او خپل افغاني کالي یې پر تن وو.
د سمیع الله شنیواري تر سوځیدو وروسته حمید حسن او شاپور ځدراڼ توپ وهنې ته پاتې شول. او همدې دواړو وروستۍ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته د نن ورځې بریا ور په برخه شوه.
شاپور ځدراڼ تر څلوریزي وهلو وروسته خپله بریا لمانځي. افغانستان ټاکلې هدف په داسې وخت کې پوره کړ چې لا هم درې توپه پاتې وو.