1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرکیټ د شپاړس کلنو لوبغاړو ملي لوبډله تایلنډ ته روانه ده

۱۳۹۰ اسفند ۹, سه‌شنبه

د افغانستان د کرکیټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کرکیټ د شپاړس کلنو لوبغاړو لوبډله د «آسیایي چلینج کپ» سیالیو کې د گډون له پاره د چهارشنبې په ورځ د تایلنډ په لور روانیږي.

https://p.dw.com/p/14BRk
انځور: Afghanistan Cricket Board

د آسیایي چلینج کپ سیالۍ سږ کال د تایلینډ په چینگ مای، ښار کې تر سره کیږي. په دغه سیالیو کې د افغانستان په گډون د شپږو هیوادونو لوبډلې برخه اخلي. په دغه هیوادونو کې افغانستان، بوټان، چین، قطر، مالدیف او متحده عربي امارات شامل دي.

د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرائیوي مشر نسیم الله دانش، ویلي دي چې د لوبډلې لوبغاړي په خورا دقت ټاکل شوي دي او پیاوړو لوبغاړو ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دئ.

دانش په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د دې له پاره چې د شپاړس کلنو ځوانانو لوبډلې ته غوره لوبغاړي لاره ومومي د افغانستان کرکیټ بورډ څه موده وړاندې یوه آزاده ازموینه واخيستله او له هم دې لارې ئې غوره لوبغاړي وټاکل.

په پام کې ده چې د افغانستان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د مارچ د میاشتې پر دریمه نیټه، د مالدیف هیواد له لوبډلې سره تر سره کړي. همدا راز دویمه لوبه به د مارچ د میاشتې په څلورمه نیټه له بوټان، دریمه لوبه به د مارچ د میاشتې په شپږمه نیټه له اماراتو، څلورمه لوبه به د مارچ د میاشتې په اوومه نیټه له چین او پنځمه لوبه به د مارچ د میاشتې په لسمه نیټه له قطر سره ترسره کړي .

د افغانستان د شپاړس کلنو ځوانانو په لوبډله کې به جاوید احمدزی (کپتان)، شفیع محمد (مرستیال کپتان)، عبدالصبور، سید حکیم، پرویزخان، محمدطارق، ابراهیم ځدراڼ، عمران خان، اجمل کامه وال (ویکټ کیپر)، شمس الرحمن، قیس احمد، یوسف ځاځی، نوین الحق او مسلم ځاځی گډون ولري.

پر دې سربیره به له لوبډلې سره نورعلم فرید د لوبډلې د مینیجر او حاجي عبدالولي امین، د روزونکي په توگه ملگرتیا ولري.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل