1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کريکټ وتلي ستوری حمید حسن ټپي سو

۱۳۸۹ آذر ۲۱, یکشنبه

د افغانستان د کريکټ وتلې څيره او د ملي ټيم تکړه توپ ويشتونکي حميد حسن تيره ورځ په يوه ترافيکي پيښه کي سخت ژوبل سوی دی.

https://p.dw.com/p/QWKZ
انځور: AP

حميد حسن د کريکټ د نړيوال فدراسيون له لوري د نړۍ په کچه دريم وتلي توپ ويشتونکی (بالر ) پيژندل سوی دی.

د حميد حسن د ژوبل کيدو خبر له ننګرهار څخه د عامي روغتيا رياست يوې سرچينې چي نه يې غوښتل نوم يي واخيستل سي نن په کابل کي دويچه ويله ته ورکړ.

سرچيني وويل چي حميد حسن له ننګرهار څخه د تورخم پر لوري روان وو چي د جلال آباد ښار د ګمرک په سيمه کي يې موټر له يوه بل ګړندي موټر سره وجنګيد او ژوبل سو.

په هغه انټرنيټي ارزونه کي چي د روان کال په سر کي د کريکټ د نړيوال فدارسيون له لوري د نړۍ په کچه د منل سوي کريکټ باز د غوره کولو لپاره په لاره اچول سوې وه، پکښي افغان توپ ويشتونکي حميد حسن لومړی مقام خپل کړ.

په دغه ارزونه کي د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه د کريکټ په لسګونو زرو مينه والو افغان کريکټر حميد حسن د هغوی د خوښي وړ لوبغاړي په ګوتو کړي وو.

د افغانستان د ملي ټيم دغه څېره په داسي حال کي د شنبې په ورځ د ختيځ ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کي ژوبل سوی چي دوه ورځي دمخه له متحده اماراتو څخه د خپلي لوبډلي سره يو ځاي ملک ته را ستون سوي وو.

حميد حسن په اماراتو کي له سکاټلنډ سره په سيالۍ کي ډير ښه وځليد او ورته د انترکانتيننتال يا د لويو وچو د سياليو د ستوري مډال هم ورکړ سو.

افغانستان په دغو سياليو کي سکاتلند له مخه لري کړي وو.

څو ساعته د مخه حميد حسن دويچه ويله ته په کابل کي په يو تليفوني تماس کي د خپلي روغتيا په اړه وويل چي د روغتون څخه وتلي او جوړ تيار دی.

ډيري افغانان د خپل ملي ټيم د دغه اتل د ژوبل کيدو خبر سخت خواشيني کړي او دغه پيښي ته د يو ترهګريزعمل په سترګه ګوري.

د کابل ښار يوه اوسيدونکي چي ځان مقتدر ځدراڼ معرفي کوي دويچه ويله ته وويل چي ښايي د دغي پيښي تر شا د بهرنيو هغو ملکونو لاس وي چي نه غواړي افغانان د کريکټ په سياليو کي نړيوالي نوري اتلولي تر لاسه کړي.

د افغانستان د کريکټ لوبډله چي په ډير لږ وخت کي يې د نړۍ په کچه د مليونونو انسانانو پام ځان ته را اړولی ډيري لوبغاړي يي د کډوالۍ پر مهال په پاکستان کي روزل سوي دي.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلي د اسيايي سياليو په لړ کي څه موده دمخه د نړۍ د کرکيټ تکړه ټيمونه لکه د پاکستان او هانکانګ ته په ماته ورکولو سره د اسيا په کچه دوهم مقام خپل کړ.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل