1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کريميا په کړکېچ کي خبره تر اټومي وسلو رسېدلې وه

afp,rtr۱۳۹۳ اسفند ۲۵, دوشنبه

نزدې یو کال دمخه روسيه دې ته نژدې سوې وه چې د کریمیا نيمه ټاپو د کړکیچ په ترڅ کې خپلي اتومي وسلې په تیارسئ حالت کې روالي. د روسیې د ولسمشر په وینا د لویدیځ له خوا د یوه پوځي برید په صورت کې باید چمتووالی موجود وای.

https://p.dw.com/p/1ErLU
انځور: Getty Images/AFP/A.Nikolsky

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې دا خبره هیڅ څرگنده نه وه چې نړۍ به د کریمیا نیمه ټاپو نیولو ته څه ډول غبرگون وښيي. د هغه په وینا په لومړي سر کې دغه شالید ته په کتو سره هغه باید امنیتي ځواکونو ته «مستقیم امر» کړی وای. د اتومي وسلو د احتمالي امکان د پوښتني په ځواب کې ولادیمیر پوتین ویلي دي: «موږ هغه ته چمتو وو.»

د روسیې د ولسمشر دغه څرگندونې د یکشنبې په ماښام د «روسیه ۱» تلويزيوني چېنل له لاري په لیکلي بڼه د روسیې له خوا د کریمیا د الحاق په اړه د یوه مستند فلم تر خپریدو دمخه ښوول شوي دي.

د روسیې ولسمشر د مارچ میاشتې له پنځمې نیټې راهیسې په عام محضر او یا هم د تلویزوني چېنلونو په ېژونديو بڼو کې نه دی لیدل شوی.

«کریمیا د روسیې تاریخي سیمه ده»

د پوتین د معلوماتو له مخې د روسیې امنیتي ځواکونو هغه مهال د (Bastion) په نوم توغندیو دفاعي سیستم عیار کړی وو، چې په تور سمندرگي کې د امریکا متحدو ایالاتو د جنگي بیړۍ د برید په صورت کې چمتو اوسي. زیاته شوې ده چې هغه مهال دا خبره نامعلومه وه چې لویدیځ به په دغه کړکیچ کې پوځي مداخلې وکړي او که نه.

د پوتین په رسمي بڼه لیکل شوو څرگندونو کې ویل شوي دي چې ده د مسکو دا دریځ چې «کریمیا د روسیې تاریخي سیمه» ده او هلته روسان ژوند کوي، خپلو لویدیځوالو ملگرو ته وړاندي کړی وو:

«دا یو صادقه او پرانیستی دریځ وو. او زما په آند هیڅ چا نه غوښتل چې یوه نړیواله جگړه پیل شي.»

په کیف کې د هغه مهال د حکومت تر راپرځیدو وروسته د ۲۰۱۴م کال د فبروري میاشتې پر۲۷مه نېټه روسي پلوه کوماندو د کریمیا د نیمه ټاپو پارلمان تر خپل کنترول لاندي راوست. تر هغې وروسته بیا د مارچ میاشتې پر۲۶مه نېټه په کریمیا کې یو ریفرنډم یا ټولپوښتنه وشوه، چې پکښې لوی اکثریت له روسیې سره د یو ځای کیدو په پلویتوب رای ورکړه. تر هغې وروسته دغه سیمه له روسیې سره الحاق شوه.

«عسکرو د ویني توېدو مخه ونیوله»

په دغه تلویزوني پروگرام کې د ولادیمیر پوتین له قوله ویل شوي دي چې کریمیا ته د روسي عسکرو په لیږلو سره د «ویني تویدني» مخه ونیوله: «موږ دې ته اړ ایستل شوي وو چې داسي اقدامات وکړو، څو دا خبره ډاډه شي چې د کریمیا اوسیدونکي خپله اراده په آزادۍ سره بیان کړای شي.»

په دغه تلویزوني پروگرام کې د ولادیمیر پوتین له قوله دغه راز راغلي دي چې روسیې «په کریمیا کې خپل حضور» باید پیاوړی کړای وای، څو د یوه ریفرنډم د تر سره کیدو له پاره «د ویني د بهیدو پرته ښه شرایط برابر شي.» پوتین زیاته کړې ده چې دی ډاډه دئ چې د دغسي اقداماتو د تر سره کیدو پرته به د نن ورځې د دونباس سناریو تکرار شوې وای.

په دغه ځای کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو او اوکرایني عسکرو تر منځ د ۲۰۱۴م کال له اپریل میاشتي راهیسې د پیل شوو نښتو په ترڅ کې کابو۶۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.