1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کريميا د کړکېچ په اړه د ناټو غبرگون

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۱۹, دوشنبه

د کريميا د کړکېچ پر اساس ناټو په پام کي لري له اوکرايين سره خپلي همکارۍ پراخي کړي او له روسيې سره پر همکاريو باندي غور وکړي. امريکا بيا پولند ته جنگي جټ الوتکي لېږلي دي.

https://p.dw.com/p/1BMdJ
انځور: picture-alliance/dpa

له که څرنگه چي د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن ويلي دي، ناټو غواړي چي د اوکرايين کړکېچ ته په يوه درې مرحله يي طرح کي خپل غبرگون وښيي.

د ناټو عمومي منشي د آلمان د «بيلد» ورځپاڼي د دوشنبې ورځي (۲۰۱۴کال د مارچ ۱۰) له گڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي لومړی به «پر متحدانو باندي د کړکېچ اغېزې وڅېړل سي» او دغه راز به «د غړو هيوادونو په همکارۍ يو دفاعيي سيستم جوړ سي.»

هغه زياته کړې ده، دا چي «د امریکا متحده ايالاتو زموږ د هوايي څارني له پاره نوري جنگي جټ الوتکي په اختيار کي راکړي د اتحاد د ملاتړ معنی ورکوي.»

د راسموسن په خبره دوهم به «له اوکرايين سره همکاريو ته پراختيا ورکړي او له دغه هيواد سره به ديموکراتيکو اصلاحاتو ته د رسېدو له پاره لا ښه مرستي وکړي.» د دې له پاره به د اوکرايين له سياسي او پوځي مشرانو سره گډ کار وسي چي په دې کي به تمرينونه او روزنيز پروگرامونه هم شامل وي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسنانځور: Reuters

دريم دا دی چي «روسيې په ښکاره زموږ د همکاريو اصول نقض کړي دي.» هغه زياته کړه چي «له روسيې سره پلان سوي گډ پوځي عمليات لغو سوي. د پوځي او غير پوځي چارواکو ترمنځ پلان سوي ټولي غونډي ځنډېدلي دي. او د ناټو او روسيې پر همکاريو باندي به له سره غور وسي.»

د امريکا پوځي مانورې

د پولند د دفاع وزارت ويلي دي چي د کريميا د کړکېچ په خاطر امريکا متحده ايالاتو يې په هيواد کي دوولس F-16 جنگي جټ الوتکي ځای پر ځای کړي دي. په پولند کي د يوه پوځي مانور د ترسره کولو له پاره بايد تر پنجشنبې ورځي پوري امریکا خپل ۳۰۰ تنه عسکر هم ولېږي.

دغه پوځي مانور له ډېر پخوا پلان سوی وو خو په اوکرايين کي «د سياسي کړکېچ» له کبله واشنگټن او وارسا اوس د دغه مانور د ترسره کېدو پريکړه کړې ده.

د تيري پنجشنبې په ورځ لا امریکا متحده ايالاتو ليتوانيا ته شپږ F-15 جنگي جټ الوتکي لېږلي دي. د ليتوانيا د دفاع وزارت ويلي دي چي دغه جنگي جټ الوتکي «په اوکرايين کي د روسيې د پوځي مداخلې د پولند اوليتوانيا په سرحد کالينينگراد کي د پوځي فعاليتنو په غبرگون کي را غوښتل سوي دي.»

د بالتک په درو هيوادونو کي د ناټو جنگي الوتکي او کښتۍ ځای پر ځای دي. استونيا، لاتويا او ليتوانيا چي د ناټو غړي هيوادونه هم دي خو خپله هوايي ځواک نه لري. پر بالتک باندي د څارني مسئوليت په هرو څلورو مياشتو کي د متحدانو ترمنځ بدليږي. د روان کال له جنوري مياشتي راهيسي د امريکا متحده ايالاتو څلور F-15 جنگي جټ الوتکي هم هلته ځای پر ځای سوي دي. خو پولند په يوازي سر ۴۸ F-16 جنگي جټ الوتکي لري.

کنترول د روسيانو په لاس کي

د اوکراييني چارواکو د معلوماتو له مخي په کريميا کي د روسيې د پلويانو د اشغال په بهير کي اوس يو بل پوځي هوايي ډگر هم د هغوی په کنترول کي دی. د دوی په خبره نزې ۸۰ تنو وسله والو چي پوځي يونيفورم يې لاره د۵۰ تنو ځايي اوسېدونکو په مرسته د ساکي سيمي پوځي ډگر په خپل کنترول کي راوستی دی.

له هغه وخت راهيسي چي د اوکرايين جمهور رئيس ويکتور يانو کوويچ راپرځېدلی دی په کريميا کي روسي پلوه ځواکونو د دغي سيمي له ستراتيژيکي اړخه يو شمېر مهم ځايونه نيولي دي.

په دغو ځايونو کي د سيفيروپل ملکي هوايي ډگر او د بيلبيک پوځي هوايي ډگر هم شامل دي. د اوکرايين پوځ تر اوسه پوري په دې اړه هيڅ غبرگون ښوولی نه دی.

د مارچ مياشتي پر ۱۶ نېټه په کريميا کي له روسيې سره د يوځای کېدو په خاطر يوه ټولپوښتنه ترسره کيږي. خو غربي سياستوال وايي چي دغه کار غير قانوني دی.