د کريسمس په مناسبت دجرمني د جمهوررييس وينا
۱۳۸۸ دی ۴, جمعهده وويل،
« قدرمنو هيوادوالو ، زه او زما ماندينه تاسو ټولو ته د کريسمس د مبارکو ورځو مبارکي وايو ، او د عيسی عليه اسلام د زيږيدو د مبارکي ورځي ياد د ټولو هيوادوالو سره چه دغي ورځي ته احترام لري او لمانځي يې ، که دهر مذهب خاوندان وي ، خپل د ځان شريک بولم . د کريسمس ګرمي او مبارکي ورځي د ارامي او سکون ورځي وي ، موږ ګرده تير کال ته نظر اچوو : 20 کاله دمخه د برلين د ديوال په نړيدو سره زموږ ګډي خوشالي او خاطري ، په ياد راوړو ، او دا ناره چې موږ يوقوم يو ، تر اوسه پوري زموږ دهر يوه دپاره يوه خاصه سپارښتنه ده ، ديموکراټان موږ او تاسي ټول يو ! هريو کولی سي ددغه هيواد دپاره يو څه وکړي . ډيرهيوادوال د همدغو هدفو د ترسره کولو دپاره هڅي کوي ، که په مذهبي ټولنو ، سياسي پارټيو ، او نورو ټولنيزو څانګو کي په کارو بوخت وي . ما پدغه کال کښي هم وليدل چه ډير هيوادوال نه ستومانه کيدونکي هلي ځلي کوي ، چه دغه ګډ ژوند وساتي او دغه هيواد نور هم د خپلو ټولنيزو ، اغيزمندو کارونو او کوښښونود لاري بډای او غني کړي . او زه پدې ډير خوشاله يم .
سربيره پردې پدغه کال کې د ډيرو ناوړو پيښو شاهدان هم ؤ ، خپل ځانونه مونسوای بچ کولی ، مثلأ د وين اينډن ليونۍ پيښي دا ښکاره کړل چه موږ په هغه ښوونځی کې متعلمين ونسوای ساتلای . په حقيقت کښي د پوره امنيت او ډاډمنتوب تضمين هيڅ چيري ممکن ندی . خو دغه پيښه يولړ پوښتني رامنځ ته کوي چه ، څنګه په يوه مکتب کښي د يو ځوان له کبله ۱۵ نور ځوانان په قتل ورسيدل ، موږ ګرده دا پوښتنه د خپل ځانه کوو ، چه داسي يوشی څنګه ممکن کيدلی سي ؟
هر يوه ته دا احساس راپيدا کيږي چه کيدای سي موږ يوه مهم شي ته پوره پاملرنه نه وي کړې ، او هغه دا چه ، موږ څنګه کولی سو په ګډه سره ژوند وکړو ؟
بله پيښه دمونشن په ښار کښي دسپټمبر په مياشت کښي وه ، چه د برقي موټرانو په يوه سټيشن کښي دوو ځوانانو يو زوړسړی چه اصلأ يې يو انساني کار تر سره کاوه ، د دوو ځوانانو لخوا ووهل سو .
موږ د همداسي يو څو نورو پيښو شاهدان هم ؤ . دغه ټولي پيښي موږ او تاسي يوه داسي سرحد ته رسوي چه بايد ددغو مسلو په ژورتيا پوه سو ، او موږ دې ته مجبوروي چه پردې ډير فکر وکړو چه موږ څنګه ګډ ژوند په درسته طريقه سره پر مخ وړلای سو . او دا پوښتنه راپورته کړو چه ايا موږ يودبل په مقابل کي د پوره پاملرني او احترام څخه کار اخلو ؟
پدې هکله زه په افغانستان کښي د خپلو پوځيانو په اړه فکر کوم ، او دا په ښکاره وايم چه ايا موږ ټول پدې پوه يو چه خدمت څه مانا ؟
زه ټولو هغو هيوادوالو ته چه د وطن څخه دباندي او په وطن کې دننه په مختلفو څانګو کی خدمت اجرا کوي ، د زړه له کومي د کريسمس د نيک مرغه ورځو مبارکي وايم .
هر چاته معلومه ده چه زموږ او ستاسي په مخ کښي ډير کارونه پراته دي .
تير اقتصادي بحران حالات ډير خراب کړيدي ، موږ په راتلونکي کښي د مالي او اقتصادي چارو قاطع اقداماتو ته اړتيا لرو ، موږ بايد دا تفاهم رامنځ ته کړو چه پيسي بايد د خلکو په ګټه تمامي سي او نه داچه خلک تر خپلي ولکې لاندي راولي .
ARD/ ګرديوال
کتونکی : محمد قاسم نوري