د کرسمس کلیزه: د خوږو پر ځای د افغان مهاجرو کیسې
۱۳۹۵ آذر ۲۳, سهشنبهمیرمن دیتلیند یوخیمز د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې مینه وال کولی شي د په دې ویب پاڼه www.afghanistan-adventskalender.de کې د دسمبر میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر ۲۴ پورې هره ورځ یوه کړکۍ خلاصه کړي او د یوه افغان مهاجر د ژوند له کیسې څخه ځان خبر کړي.
په ډیر شمیر هیوادونو کې چې اکثره اوسیدونکي یې عیسویان دي، د عیسوي اختر له پیل څخه یوه ټاکلې موده مخکې د «ادوِنتس کلندر» په نوم د کریسمس کلیزه خپریږي. په دغه جنترۍ یا کلیزه کې معمولاً د کرسمس د اختر په هکله رسامۍ شوې وي او پر هغې داسې کړکۍ نصب شوي وې چې په ښکلو انځورونو، د کرسمس په هکله ښکلو خبرو، چاکلیتونو او شرینې بابو مزین شوي دي.
دغې میرمنې چې په عین وخت کې د کلیسا کشیشه ده وویل چې په دغه انټرنټي کلیزه کې مینه وال د چاکلیت او شیرنۍ پر ځای د افغان مهاجرو او د دوی د کورنۍ د برخلیک په هکله معلومات ترلاسه کوي.
د هغې په خبره دوی دې ته متوجه کیږي چې د افغانستان په هکله د آلماني سیاستوالو هغه خبرې چې وایې دا «یو امن هیواد» دی تر کومې اندازې ریښتیا دي.
د دغه مقدماتي جنترۍ کیسې د هغو افغان مهاجرو په هکله دي چې اوس د آلمان په هامبورګ، شلیسویګ هولشټاین او یا هم مِکلِن بورگ فورپومَرن ایالتونو کې ژوند کوي.
میرمن یوخیمز وویل: «دغه کیسې په امنیت کې د ژوند کولو هیله، د زورزیاتیو تجربه کول، ویره، عشق، او د اطمینان د حس پر نشتوالي ګواهي ورکوي.» دغه میرمنه چې له یوې خوا کشیش او له بلې خوا مهاجرو ته د رسیدګۍ ماموره ده زیاتوي: «زه هیله لرم چې موږ په دې دوره کې یعنې له عیسوي اختر(اَدوِنت) څخه مخکې وخت کې سکون ولرو او له هغې څخه د فکر او اندیشې........له پاره استفاده وکړو. »
نوموړۍ په خپلو خبرو کې وویل چې موږ باید د کلیسا په توګه خپل دریځ روښانه کړو چې افغانستان یو امن هیواد نه دی!
دغې کشیشې وویل: داسې فکر کول چې په افغانستان کې امنې سیمې رامنځته او خلک هلته بیرته واستول شي، د بشر دوستۍ له ارزښتونو سره په تضاد کې دی.»
د«افغانستان ادوینت کلندر» www.afghanistan-adventskalender.de انټرنټ پاڼه د مهاجرو د کیسو پر خپرولو سربیره جنګي سیمو ته د مهاجرو د بیرته ستنولو پر وړاندې دریځ نیولی او «هیڅ څوک په افغانستان کې مصئون نه دی» تر عنوان لاندې یې په انګلیسې ژبه یوه سندره هم خپره کړې ده.