1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کرزي دفتر ته په خلتو کي پيسې ور رواني وې»

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۹, دوشنبه

يوې امریکايي ورځپاڼي لیکلي دي، چي د دغه هيواد استخباراتي ادارې په کلونو کلونو د افغانستان جمهوري رياست ته د سودا په خلتو او د شا په بيکونو کي په ميليونو نقد ډالر ورکړي دي. دغه پيسو په دغه هيواد کي فساد پياوړی کړی دئ.

https://p.dw.com/p/18OnU
Money in the black bag © doomu #38249739
Geld in schwarzer Tascheانځور: doomu/Fotolia

نيويارک ټايمز ورځپاڼه د افغان ولسمشر حامد کرزي د اوسني او پخواني مشاور په حواله لیکي چي د امریکا متحده ايالاتو بهرنۍ استخباراتي شبکې (CIA) پر افغان ولسمشر باندي د نفوذ درلودلو له پاره په ميليونو ډالره په جمهوري رياست کي مصرف کړي دي.

ورځپاڼه د امريکايي چارواکو په حواله ليکي چي سي آی اې په دې کار سره غوښتل چي خپل نفوذ وساتي، خو د دې پرځای ئې فساد پياوړی کړی دی، جنگسالاران ئې تقويه کړل او له افغانستان څخه ئې د واشنگتن د وتلو سراتيژي زيانمنه کړې ده.

د افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلی دي، چي جمهور رئيس کرزي چي اوس په فنلند هيواد کي دئ د هغي پوښتني په جواب کي چي نغدي پيسې ئې ترلاسه کړي دي، ويلي دي: «بلې د افغانستان د ملي امنيت د مشاور دفتر د امریکا د حکومت له خوا په تيرو لسو کلونو کي ملاتړ ترلاسه کړی دئ، خو نه په ډيره اندازه.»

د کرزي په خبره دغه پيسو له هغوی سره ډيره مرسته کړې ده او د امريکا له حکومت څخه ئې يو وار بیا مننه وکړه.

يوه امريکايي چارواکي ويلي دي: «په افغانستان کي د فساد تر ټولو ستره سرچينه د امریکا متحده ايالات دي.»

د امریکا متحده ايالاتو د دې راپور په اړه له څه ويلو څخه ډډه کړې ده او د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت هم تر اوسه پوري څه نه دي ويلي. نيويارک تايمز ورځپاڼي په دې اړه د کرزي يا د هغه د دفتر غبرگون هم نه دی خپور کړی.

له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۵ کاله پوري د کرزي د پرسنل رئيس خليل رومن نيويارک تايمز ته ويلي دي: «موږ دغه «غير رسمي پيسې» نومولې. دغه پسې پټې راتلې او پټي وتلې.»

نيويارک تايمز ورځپاڼي په خپل راپور کي ليکلي دي، چي دغه پيسې له کلونو راهيسي هره مياشت د افغان ولسمشر دفتر ته رواني وې.

افغان چارواکو دې ورځپاڼي ته ويلي دي چي هيڅ داسي اسناد وجود نه لري چي وښيي ولسمشر کرزي دي دغه شان پيسې تر لاسه کړي وي.

په دغه راپور کي د افغان او امریکايي چارواکو په حواله راغلي دي، چي د دې پيسو د مصرفولو هدف، کرزي او د هغه اصلي انډيوالانو ته لاس رسی او په جمهوري رياست کي د سې آې اې نفوذ وو.

ورځپاڼه کاږي چي د دې پيسو ډيره برخه د هغو جنگسالارانو او سیاستمدارانو و جېبو ته روانه وه چي د هغوی ډيری د مخدره موادو په قاچاق او کاروبار کي ښکېل دي، چي په ځينو مواردو کي د دغه کار څخه طالبان هم گټه اخلي.

د افغان او امريکايي چارواکو په خبره سي آی اې هغه شبکې تمويلوي چي امريکايي ديپلوماتان او قانون جوړونکي يې د کرار کرار له منځه وړلو تلاښ کوي.

کرزي په ۲۰۱۰ کال کي ويلي ول، چي دفتر ئې د جمهوري رياست د مصارفو له پاره له گاونډي هيواد ايران څخه د پيسو خلتې اخيستي او دغه شان مرستي د امريکا متحده ايالات هم ورسره کوي.