د کرزي او کیاني د غونډې پایلې اعلان نه شوې
۱۳۹۲ اردیبهشت ۵, پنجشنبه
د افغان ولسمشر او پاکستاني چارواکو تر منځ دغه غونډه د جان کیري په کوربه توب جوړه شوې وه. که څه هم کیري ټینگار وکړ چې خبرې گټورې وې، خو هغه دا خبره هم روښانه کړه چې د غونډې پریکړې باید په عمل کې ولیدلې شي. کیرې وویل: «موږ ډیرې پراخه ... گټورې او جوړوونکې خبرې اترې وکړې ... خو موږ ټولو سره موافقه کړې ده چې د دې غونډې پایلې به د غونډې [د پریکړو په اړه] معلومات ورکړي، نه دا چې موږ یې په یوه خبري کنفرانس کې اعلان کړو.»
کیري د غونډې د جزئیاتو په اړه نور څه بربنډ نه کړل. افغانستان په وروستیو وختونو کې تر بل هر وخت ډیر پر پاکستان باندې تورونه لگوي چې د دغه هیواد د سولې د بهیر پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کوي. افغان چارواکي همدارراز وایي چې پاکستان غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دغه هیواد نا آرامه وساتي.
جان کیري د دغو او ځینو نورو ستونزو د له منځه وړلو له پاره د ولسمشر کرزي، د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کیاني او د بهرنیو چارو یوه لوړپوړي چارواکي جلیل جیلاني، تر منځ په بروکسل کې د غونډې کوربه توب وکړ.
جان کیري د ولسمشر کرزي او پاکستاني چارواکو تر درې ساعته غونډې وروسته وویل: «زه فکر کوم چې د غونډې ټولو گډونوالو په دې خبره سره موافقه وکړه چې باید د سیاست او امنیت په برخو کې خبرې اترې دوام ومومي.»
ولسمشر کرزي هم دغه غونډه ډیره گتوره وبلله او ویې ویل چې خوشحاله دی چې کیاني او جیلاني په کې د گډون له پاره بروکسل ته راغلي دي. د غونډې په پای کې نه کرزي او نه هم کیاني د هغه د پایلو په اړه څه وویل.
په وروستیو وختونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ له دې کبله یوه نوې شخړه پیدا شوې ده چې افغان چارواکي پر پاکستان باندې تور لگوي چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې یې د افغانستان په خاوره کې پرمختگ کړی دی.