1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي او هولبروک وروستۍ ليدنه په ډېره سړه فضا کښي تر سره سول

۱۳۸۸ شهریور ۶, جمعه

هولبروک د افغانستان دوهم واري انتخاباتو کې، دجمهوري رياست دپاره له ټولو کانديدانو سره وکتل، او د آگست په 21 ورځ يعني د ټاکنو په سبا يې له حامدکرزي سره ډوډۍ وخوړل ...

https://p.dw.com/p/JKfD
کرزي او هولبروک
کرزي او هولبروکانځور: AP

فرانسپرس آژانس پخپل يوه رپوټ کې د پنجشنبې په ورځ د يوې سرچينې له قوله ليکلي دي، چې افغان مشر حامد کرزي او افغانستان ته د امريکې ځانگړي استازي ريچارد هولبروک په ډېره سړه فضا کې د افغانستان د وروستيو ټاکنو په هکله خبري اتري سره کړېدي . نوکه چېري حامدکرزی بېرته د اولسمشر په توگه وټاکل شي، ښايي له امريکې سره يې اړيکې چندان تودې نه وي .

د کرزي او هولبروک له ليدني څخه يوه باخبره مامور د فرانسپرس آژانس ته په ډاگه کړې، چې سيمي ته د امريکې ځانگړي استازي هولبروک، په انتخاباتو کې د درغلۍ او غلطۍ له کبله پر حامد کرزي باندې فشار اچولی دی .

باخبره مامور په واشنگټن کې، په دې شرط سره چې نوم يې وانه خيستل شي، څرگنده کړې : "دا يوه سخته ليدنه کتنه وه او سختي خبري پکښې سره شوېدي"

هولبروک د افغانستان دوهم واري انتخاباتو کې، دجمهوري رياست دپاره له ټولو کانديدانو سره وکتل او د آگست په 21ورځ يعني د ټاکنو په سبا يې له حامد کرزي سره ډوډۍ وخوړل .

امريکايي مامور وړاندي څرگنده کړې، د کتني اصلي ټکی دا وو، چې د انتخاباتو بهير ته د درناوي په سترگه وکتل شي، په صبر او احترام سره د هغه نتيجې ومنل شي، ولو که هر ډول هم وي .

امريکايی مامور وايي، هولبروک هر کانديد ته د امريکې دريز روښانه کړ، چې واشنگټن به په دې لوبه کې بېطرفه پاته کيږي .

د موجوده يوې برخې له نتيجو څخه ښکاريږي، چې په 2001 ميلادي کال کې د طالبانو له راپرځېدلو وروسته د افغانستان مشر حامد کرزی، هسې لږ څه مخکې دئ . د ده اصلي سيال او رقيب د بهرنيو چارو پخواني وزير عبداله عبداله په انتخاباتو کې د پراخه لاس وهني ادعا کړېده، خو سره له هغه يې هم خپل پلويان صبر او آرامۍ ته رابللي او د ټاکنو وروستيو نتيجو ته يې په انتظار کښېنولي دي .

کرزي د امريکې له مخکيني مشر جارج بوش سره ډېري ښې اړيکي درلودې او تل يې د ويډيويي کانفرانس له لاري ورسره صلاح مشورې کولې . په کابل کې د بوش سفير زلمي خليل زاد شامُدام د ماښام ډوډۍ له کرزي سره خوړل . خو د بارک اوباما له ادارې سره د کرزي اړيکي سړې بلل کيږي .

ريچاردهولبروک
ريچاردهولبروکانځور: AP

د اوباما د ټيم غړي، د اختلاس او شوکې په وړاندې د کرزي له بې پروايۍ څخه اندېښمن دي، او هم له هغو جنگ سالارانو سره د ده د ملگرتيا له کبله هک حيران دي، پر کومو چې د افغانستان په 30 کلنو جگړو کې د بشري حقونو د ترپښو لاندي کولو الزامونه لگيږي .

همدا شان د کرزي د ملگري او د طالبانو پر ضد پخواني قوماندان محمد قسيم فهيم په برخه کې هم امريکايان تشويش لري ،او دا پوښتنه راپورته کيږي، که چېري هغه مرستيال اولسمشر وټاکل شي، نو امريکه به څه چال چلند ورسره کوي .

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت يوه لوړ پوړي کارمند جوته کړې، چې هغې ادارې د افغانستان د حکومت د جوړښت او ترکيب په برخه کې دده د حکومت سره څو څو ځله خوښه(مشوره) کړېده.

د بشري حقونو څارونکي ټولني هيومن رايتز واچ HRW فهيم يو نامتو جنگ سالار بللی او ويلي يې دي، چې هنوز هم پرې د وسله والو ډلو د مشرتابه او ورسره د نشه يي موادو د وړن راوړن او نورو جنايتونو سر ته رسولو گمان پرې کيږي .

کرزي له فهيم څخه دفاع کړې، او هغه يې جنگي اتل او اتحادي قدرت گڼلی . فهيم په خټه تاجک دئ، کوم چې په افغانستان کې د کرزي له پښتون ټبر څخه دوهم اکثريت لري .

جمهورريس بارک اوباما تېره مياشت د کرزي د يوه بل ملگري ازبک جنرال عبدالرشيد دوستم په برخه کې د هغو تورونو د څېړلو امر ورکړ، چې وايي په 2001 ميلادي کال کې يې 2000 تنه بنديان وژلي دي، کوم څه چې د بوش حکومت يې پروا نه درلوده .

AFPE/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري