1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي او لوېديځو هيوادنو تر منځ بې اعتمادي

۱۳۸۹ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

هغه وختونه چه کابل او واشنګټن به په پټو سترګو يو پر بل باندي اعتماد کاوه ، ښکاري چي تيرسوي وي. دواړه خواووي يو پر بل د طالبانو، اداري فساداو مخدره مواد د قاچاق پر ضد د بې وسۍ تور لګوي...

https://p.dw.com/p/MoYm
رتبيل شامل آهنګ
رتبيل شامل آهنګانځور: DW

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د افغانستان د څانګي مشر رتبيل شامل آهنګ په خپله تبصره کي لکي،چي د افغانستان جمهوررييس حامد کرزی غرب ملامتوي ، چي د افغانستان په داخلي مسايلو کښي په شدت سره مداخله کوي. کرزی وايي، چي د جمهوري رياست په وروستيو انتخاباتو کښي ده نه، بلکي غرب لاس وهلی دی.

د افغانستان جمهوررييس په دې وروستيو څو مياشتو کښي ځان يو بېطرفه سياستمدار ښکاره کوي، چي پر خپل هيواد باندي د هر ډول نفوذ اچولو پر ضد مبارزه کوي. ده خپله دغه نوې تګلاره په کندهار کښي د ډيرو قومي مشرانو په مخکي په خپله وروستۍ بيانيه کي يواوار بيا بيان ،او غوښتنه يې وکړه ، چي په کندهار کښي د ناټو کيدونکي عمليات يوازي دده او قومي مشرانو په موافقه تر سره سي.

وروسته شايد ده د پارلمان د وکيلانو سره په يوه سري ليدنه کتنه کښي ويلي وي ، چي د خارجيانو په واسطه د افغانستان د قوانينو نه مراعتول، طالبان نور هم تقويه کوي.

د طالبانو تر سقوط 8 کاله وروسته د جمهوررييس دغه ډول انتقادي نظريات د افغانانو د هرکلي سبب ګرزي. کرزی او دده ټيم په دغه خبره ډير ښه پوهيږي. څنګه چي جمهوررييس افغانان په عملي کارو سره ندي خپل کړي، اوس کوښښ کوي ،چي هغوی په خبرو سره خپل کي. ډير افغانان د خپل هيواد د خراب او ګډوډ حالت څخه ډير مايوسه دي. تر ټولو دمخه د غربيانو او امريکا يانو څخه.

دوی ته د امنيت ، دموکراسۍ او يو څه ښه ژوند وعده ورکول سوې وې، خو په افغانستان کښي د امريکاد متحده ايالاتو او غرب تر تقريباً يوې لسيزي وروسته ددوی ورځنی واقعيت بل ډول دی.

مګر د افغانستان جمهوررييس حامد کرزی يوازي په دې دليل چه محبوبيت پلاس راوړي ، د خپل ساتونکي او دفاعي قدرت امريکا څخه نه ليري کيږي، بلکي پدې هم چي هغه ملاتړ او حمايه چه ده د امريکا د پخواني جمهوررييس بوش څخه درلودل، د دموکراټانو د اوسنۍ ادارې څخه يې نه لري.

جمهوررييس بارک اوباما د افغانستان- پاکستان خاص نماينده ريچارد هولبروک وټاکی، داسي يو امريکايي سياستمدارچي کرزی په عام ډول انتقادوي، پاکستان ته ورنژدې دی اودده د داخلي رقيب عبدالله عبدالله طرفداري کوي.

پر دې سربيره د افغانستان جمهوررييس پدې هم ډير خوابدی دی، چي دده بيرته انتخابيدل، خصوصاً د امريکاد متحده ايالاتو لخوا په عام ډول تر پوښتني لاندي نيول کيږي.

ددې تر څنګ کرزي ته معلومه سوه ، چي په افغانستان کښي د تندلارو قواوو سره دده د پخلايني سياست هم د اوباما د ادارې د ملاتړ سبب نه ګرزي.

کرزی پوهيږي، چي ده په دښمانانو او دوستانو دواړو کښي اعتبار بايللی دی، او اوس کوښښ کوي، چي د هغه پر ضد يو څه وکي، او دا هم نه يوازي په خبرو کښي. ده په ډيرو کمو ورځو کښي څو واره چين او ايران ته سفرونه وکړل،او پدې ډول غواړي ښکاره کي، چي دی په منطقه کښي کاملاً نور ملګري لري. يو خطرناکه سياست . ځکه چي کابل 50 کاله دمخه هم يووار دغه ډول بازی کړي وې، چي ډير خراب عواقب يې درلودل، او تأثيرات يې تر نن ورځي پوري پاته دي.

کرزی په دې هم پوهيږي، چي دده پر دغه انتقادي دريز سربيره د امريکا متحده ايالات دده عوض نلري. امريکا نسي کولای کرزی کاملاً منزوي کي، ځکه چي واشنګټن نسي کولاي په عين حال کښي د القاعده ، طالبانو او کابل پر ضدوجنګيږي.

جمهوررييس بارک اوباما ته هم تر دې اضافه څه ندي پاته، چي پر کرزي باندي په عام ډول انتقادونه وکي. خو ښه لار داده چي دواړه خواوي د آرامي ډيپلوماسۍ څخه کار واخلي،په عوض ددې چي يو پر پل باندي توري سره راوکاږي.

د افغانستان امنيتي وضعه ډيره خرابه ده، او خلګ د هغه د سميدو انتظار لري. د کابل او واشنګټن تر منځ اختلافات د سولي ماموريت ته سخت تاوان رسوي، چي عواقب به يې نه يوازي د افغانستان، بلکي ټول جهان دپاره خراب وي.